د سوریې شخصیتونو د موسوي د شهادت په هکله تسلیت ووایه
(last modified Thu, 28 Dec 2023 11:41:06 GMT )
Dec 28, 2023 16:11 Asia/Kabul
  • د سوریې شخصیتونو د موسوي د شهادت په هکله تسلیت ووایه

العالم ټیلي ويژن راپور راکړی په دمشق کښې د ایران سفارت دوهمه ورځ کیږي چې د سردار «شهید سید رضي موسوي» د شهادت د تسلیت ویلو لپاره د شخصیتونو د ورتلو ځای دی.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد نن په دمشق کښې د ایران سفارت ته په ورتلو سره ټینګار وکړ د سردار رضي موسوي شهیدول د امریکا له  ګډون پرته امکان نه درلود او د دغه جنایت عوامل به  د خپل کار تاوان ورکړي.

په سوریې کښې د جنبش النجبا» مسوول سید محمود الموسوي هم په دې خبرې سره چې  د سردار موسوي د شهیدولو لپاره د صهیونیست رژیم ترهګر اقدام د مقاومت ډلو ترمینځ په ارتباط او ملاتړ کښې خنډ رامینځته کول دي وویل اسلامي مقاومت به دغه ترهګر اقدام ته غبرګون وښيي هماغه ډول چې له غزې تړانګې په ملاتړ کښې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.

د سوریې د اوقافو وزیر« حضر شحرور» هم وویل د صهیونیسټ دښمن حقیقي څیره ښکاره شوه او هغه څه چې د دنیا خلک یې ویني د اسرائیلو وحشي خوی دی.