قزاقستان د افغانستان طالبان له ترهګرو ډلو حذف کړل
زمونږ خبریال راپور راکړی د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل دغه هیواد نور د افغانستان طالبان یو ممنوعه تنظیم نه ګڼي.
د قزاقستان سترې محکمې په دوه زره پینځلسم میلادي کال کښې د افغانستان طالبان یوه ترهګره ډله معرفي کړي وه او په قزاقستان کښې یې د دغه ډلې په فعالیت بندیز لګولی و.
د قزاقستان د خارجه وزیر مرستیال «قنات تومیش» په یوه خبري کانفرنس کښې ویلي وو دې ته په پام سره چې ځینو هیوادونو د افغانستان طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه نه دي پيژندلي او په بیلابیلو سویو له طالبانو سره په تماس کښې دي پر دې اساس مونږ به هم په دې هکله فیصله وکړو او له حقوقي نظره هیڅ نړیوال اصول تر پښو لاندې نه کوو.
د قزاقستان دغه ډيپلوماټ زیاته کړه د افغانستان اقتصاد اوس هم په کړکیچن حالت کښې دی او د هیواد په دریو کښې دوې(۲) برخې خلک بشر دوستانه مرستو ته ضرورت لري او دغه چاره د ترهګرۍ او د سرزورۍ لپاره مساعد شرایط رامینځته کوي کوم چې د ټولې مرکزي اسیا سیمې لپاره ګواښ دی.
څه موده مخکې د روسیې ځینو رسنیو ادعا کړي وه چې ماسکو غواړي د افغانستان طالبانو ډله د ترهګرو ډلو له فهرست څخه وباسي.