روسیې د اوکراین په پلازمینې بمبار وکړ
روسیې د نوی عیسوي کال په درشل کې د اوکراین په پلازمینې کي یف او خارکف ښارونو باندې سختې بمبارۍ کړي دي.
تېره ورځ د اوکراین په پلازمینې کې د هوایي دفاع سیسټمونو د روسیې له بې پیلوټو الوتکو سره، د مقابلې لپاره فعاله شوي وه،
د رویټرز له راپور سره سم، د روسیې بې پیلوټو الوتکو په کي یف کې مختلف اهداف په نښه کړي دي خو لاهم د اوښتیو زیانونو په هکله معلومات نه شته.
د خارکف ښاروال ایهور ترخوف هم په ټولنیزو رسنیو کې په دې ښار باندې د روسیې د توغندوي او د بې پیلوټو الوتکو د بریدونو او د ۲۱ کسانو د مرګژوبلې خبر ورکړی دی.
اوکرایني چارواکي په داسي حال کې د دې هیواد په لویو ښارونو باندې د روسیې د هوایي بریدونو خبر ورکوي، چي د کارپوهانو په وېنا، امریکا او د هغه ملګرو هیوادونو اوکراین سره یې خپلې مرستې کمې کړي دي.
د امریکا سي ان ان خبري چېنل په دې اړه لیکلی دی: اوکراین په کال کې ۲۰۲۴ میلادي کال کې به له سختو حالاتو سره مخ شي ځکه چي له یوې خوا د غربي هیوادونو مرستې په اوکراین باندې بندیږي او له بلې خوا د روسیې جنګي ماشین خپل فعالیت زیات کړی دی.
د دې راپور له مخې، پوټین د ۲۰۲۳ میلادي کال د ختمېدو په مناسبت په خپله خبري غونډه کې اوکراین ته په اشارې سره ویلي وه چي اوکراین نور د هیڅ شي تولید نه لري، هر څه ورته له غربي هیوادونو راځي، خو مفت څیزونه یوه ورځ خلاصیږي.