د ورسیې خارجه وزیر:
اوکرایني چارواکی به د جنګي جنایاتو په تور محاکمه شي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی چي اوکرایني چارواکي به د جنګي جنایاتو په خاطر د قانون له مخې محاکمه شي او سزا وګالي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لائوروف رسنیو سره په خبرو کې وویل چي په اوکراین کې د روسیې د عملیات په پای ته رسېدو سره، هغه کسان چي جنګي جنایاتو ته لاس پوري کړي دي د کره شواهدو له مخې او د قانون پر بنیاد محاکمه شي.
هغه زیاته کړې ده چي د روسیې عدلي ارګانونه د کي یف د رژیم د جنایاتو په هکله پلټنې کوي، او ټول جنایتونه یې له شواهدو سره ثبت کړي دي او مجرمین به د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د روسیې خارجه وزیر وویل چي د دې هیواد د تحقیقاتو کمیټې د سیاسي، امنیتي، فوځي او مزدورانو په ګډون د ۹۰۰ کسانو لپاره ۴ زره جنایي دوسیې پرانیستي دي، چي ځینو یې په غیرحضوري توګه محاکمه شوي هم دي او په نړیواله سویه کې تر تعقیب لاندې مجرمانو په لیسټ کې شامل شوي دي.
د لائوروف په وېنا، د روسیې عدلي ارګانونو د اوکراین د وسله والو ځواکونو په ۲۰۰ مسئولینو باندې د قید حکم صادر کړی دی.