جرمني اوکراین ته د وسلو نوې جوپه استولې ده
جرمني، د هوایي دفاع توغندوي سیسټمونو، زغروال ګاډې او ټانګانو په شمول اوکراین د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د وسلو یوه نوې جوپه استولې ده.
د ایرنا له راپور سره سم، جرمني د مخکنیو وسلو تر څنګ د اسکای نکس په نامه پرمختللی هوایي دفاع سیسټم، بې پیلوټو الوتکو سره د مقابلې سیسټم او ۱۰ زره د ټوپ مرمۍ اوکراین ته استولی دی.
غربي رسنیو په خپلو پروپاګنداو کې اوکراین ته د اسکای نکس هوایي ضد وسلې لېږدل د روسیې د هوایي ځواکونو لپاره یو لوی خنډ بللي دي.
د اوکرایني رسنیو له راپور سره سم، تېره کال جرمني دې هیواد ته د پنځه نیم میلیارد یورو په ارزښت وسلې استولي دي او د روان میلادي کال لپاره هم د یوولس میلیارد یورو په ارزښت اوکراین ته د وسلو د استولو ژمنه کړې ده.
دا په داسي حال کې دی چي د امریکا حکومت اوکراین سره خپلې مرستې بندې کړي دي ځکه چي د امریکا کنګرس اوکراین سره، د مرستو لپاره د بودیجې له تصویبولو څخه ډډه کوي.
دا مساله د اوکراین د حکومت د سختو اندېښنو لامل شوی دی.
دې سره هممهاله روسي ځواکونو هم خپل بریدونه زیات کړي دي او په ځینو سیمو کې هم د اوکراین فوځ په شا ټمبولي دي.
کارپوهان وایي چي که امریکا له اوکراین سره، مرستو ته دوام ور نه کړي د روسیې په وړاندې د زلنسکې حکومت به له ماتې سره مخ شي.