روسیه د خپل فوځ بهرني جنګیالیو ته تابعیت ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i144298-روسیه_د_خپل_فوځ_بهرني_جنګیالیو_ته_تابعیت_ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین هغو بهرنیو جنګیالیو ته د روسیې د تابعیت د ورکولو امر کړی چي د اوکراین په جنګ کې له دې هیواد سره همکاري کوي.
(last modified 2024-01-05T06:37:54+00:00 )
Jan 05, 2024 10:48 Asia/Kabul
  • روسیه د خپل فوځ بهرني جنګیالیو ته تابعیت ورکوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین هغو بهرنیو جنګیالیو ته د روسیې د تابعیت د ورکولو امر کړی چي د اوکراین په جنګ کې له دې هیواد سره همکاري کوي.

د تاس خبري اژانس له راپور سره سم، د روسیې د ولسمشر د پریکړې له مخې هغه کسان چي د اوکراین په جنګ کې د روسیې له فوځ سره همکاري کړي دي، د دې هیواد تابعیت تر لاسه کولایشي.

د دغه پریکړې له مخې، د روسیې د فوځ د بهرني همکارانو د کورنۍ غړي او هغه کسانو چي له دې مخکې د روسیې له فوځ سره همکاري کړي دي، هم د روسیې د تابعیت د تر لاسه کولو غوښتنه وړاندې کولایشي.د روسیې ولسمشر له دې مخکې هم اوکراینیانو ته د روسیې د تابعیت د ورکولو لپاره د سهولت د رامینځ ته کولو لپاره ځانګړی حکم ورکړی وو.