سیمې د ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سفر
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن د خپل سیمه ایز سفر په پیل کې، ترکیې ته تللی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ترکیې وروسته، یونان، اردن، قطر، امارات، سعودي عربستان، نیواکي فلسطین، د اردن د سیند لوېدیځې غاړي او په پای کې هم مصر ته سفر کوي. انقرې ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سفر په دا شان یو حالاتو کې تر سره کیږي چي په تېرو څو کلونو کې د ترکیې خلګ د امریکا د ولکه غواړې سیاستونو د غندلو په ترڅ کې تل د رجب طیب اردوغان له حکومت څخه غوښتی دی چي له واشنګټن سره د خپلو اړیکو په کچه کې بیا کتنه وکړي او بدلون په کښې راولي. په دې اړه د ترکیې د وطن د ګوند مشر دوغو پرینچک د اینجرلیک له اډې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتونکی شوی دی، دغه ترکی سیاستوال وایي: د ترکیې په جنوب کې د امریکا له هوایي اډې اینجرلیک څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو مساله په یوه تاریخي ضرورت باندې بدل شوی او د ترکیې د وطن ګوند غواړي چي دغه اډه له امریکایانو واخیستل شي او د دې هیواد هوایي ځواکونو ته ور وسپارل شي. سره له دې چي ترکیې ته د امریکا د خارجه وزیر د سفر اصلي موخه، د غزې، سوریې او عراق پورې اړوند مسایل بلل شوي دي لیکن په دغه سفر کې به د امریکا خارجه وزیر په ناټو کې د سوېډن د غړیتوب او ترکیې باندې د امریکا د اف ۱۶ جنګي الوتکو په خرڅولو هم بحث وشي.
بلینکن له ترکیې څخه تر سفر وروسته، ادعا کړې ده چي په روانو اوونیو کې به ترکیه په ناټو کې د سوېډن له غړیتوب سره موافقه وکړي. دا په داسي حال کې دی چي له دې مخکې روسي رسنیو د ترکیې د یوه پارلماني چارواکی په حواله ویلي وه چي د انقرې دولت په ناټو کې د سوېډن د غړیتوب د تصویبولو لپاره هیڅ بیړه نه لري، په تېرو څو کلونو کې له امریکا څخه د جنګي الوتکو د رانیولو مساله هم د ترکي او امریکایي چارواکو تر مینځ د بحث موضوع پاتې شوې ده.
د ترکیې له لورې د سوریې او د عراق له فوځي نیواک وروسته،امریکا په ترکیې باندې د اف ۳۵ جنګي الوتکو خرڅ ناممکنه بللې ده، له هغه وروسته، چي ترکیې د امریکې د اف ۳۵ پرمختللي جنګي الوتکو له پلور څخه ناهیلې شوه، د ترکیې چارواکو له واشنګټن څخه وغوښتل چي په ترکیې باندې د اف ۱۶ جنګي الوتکو له پلور سره موافقه وکړي. لیکن امریکا په ترکیې باندې د اف ۱۶ جنګي الوتکو په خرڅولو باندې هم بندیز ولګول. په دې خاطر ترکي چارواکو د دغو جنګي الوتکو د رانیولو لپاره هلې ځلې زیاتې کړي دي.
ها خوا بیا یونان چي د ترکیې سیال هیواد دی، د مدیترانې په سمندر کې د هوایي برلاسه کېدو په هدف، د امریکا له دولت څخه غوښتنه کړې ده چي په ترکیې باندې د اف ۳۵ جنګي الوتکو له خرڅولو ډډه وکړي، څو ترکیه نور په مدیترانه سمندر کې د برلاسه هوایي ځواک نه بې برخه شي.
دې ته په کتو سره، ممکن نه ښکاري چي امریکا په ترکیې باندې د اف ۳۵ جنګي الوتکو له پلور سره موافقه وکړي، سره له دې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکایي سیال سره، په کتنه کې په غزې کې د اوربند غوښتنه مطرح کړې ده، لیکن د سیمې د ولسونو له نظره، د اردوغان حکومت په صهیونیستي رژیم باندې د پلاسټیکي، صنعتي او فولاد په شمول د ډول ډول استراتیژیکو توکو د خرڅولو په خاطر له سختو نیوکو سره مخ دی، دا کړچار په غزه کې د روان جنګ پورې اړوند د سیمې په حالاتو د ترکیې د حکومت په اغېزمنتیا ناوړه اثر کوي.