Jan 08, 2024 16:08 Asia/Kabul
  • د اروپايي پوځ د جوړولو لپاره د ايټاليا غوښتنه

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني په یوه مرکه کې ویلي چې اروپايي ټولنه باید خپل ګډ پوځ جوړ کړي، چې د سولې په ټینګښت او د شخړو په مخنیوي کې رول ولوبوي. تاجاني د دې د بیان ترڅنګ چې د دفاع په برخه کې د اروپا نږدې همکاري د فورزا ایټالیا لپاره لومړیتوب دی، چې هغه یې مشري کوي، هغه ادعا وکړه، "که موږ غواړو چې په نړۍ کې د سولې ساتونکي و اوسو، یوه اروپايي پوځ ته اړتیا لرو او دا د اروپايي اغېزمنې بهرنۍ پالیسۍ درلودو لپاره اساسي شرط دی.

د هغه په خبره، د امریکا، چین، هند او روسیې په څېر د ځواکمنو لوبغاړو په شتون او په منځني ختیځ کې له ناورینونو نیولې بیا تر هند سمندر سیمې پورې، ایټالیايي، فرانسوي او یا اسلوونیايي وګړو پوري، یوزاې کولای شي په هغه څه سره چې له پخوا موجود وو یعنې په اروپايي ټولنې سره وساتل شي.

د اروپايي ټولنې او ناټو د مهم غړي په توګه د اروپايي پوځ د جوړولو لپاره د ايټاليا غوښتنه، په دې برخه کې د روسيې او اوکراين تر منځ له جګړې مخکې، له پخوانيو غوښتنو څخه دی. د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال، اروپایان د ناټو په اړه د هغه د منفي چلند او په دغه پوځي سازمان کې د واشنګټن پر پراخې ونډې او د اروپا او امریکا تر منځ د واټن او توپیر د زیاتوالي په اړه د مکررو انتقادونو په پام کې نیولو سره، دې پایلې ته ورسېدل چې د اروپايي د ګډه پوځ جوړول او د یو خپلواک اروپايي دفاعي ظرفیت رامنځته کول اړین دي.

د اروپا اصلي هېوادونه یعني فرانسه او آلمان دې پایلې ته رسېدلي چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استبدادي او یو اړخیز چلند ته په کتو، د اروپا د امنیت ساتلو لپاره پر واشنګټن د تکیې کولو دوام، شونی نه دی او اروپایان باید خپله د خپل امنیت په اړه فکر وکړي.  په ځانګړې توګه دا چې د ناټو اروپايي غړو هېوادونو د پوځي بودجې د زیاتولو لپاره ټرامپ تل په دوی فشار راوړی او په ورته وخت کې د ناټو له لګښتونو څخه د دوی د برخې د زیاتېدو غوښتنه کړې وه. په عین حال کې له ناټو څخه د امریکا د وتلو په اړه د ټرمپ پرلپسې ګواښونه، چې موخه یې په اروپا کې د وېرې رامنځته کول او د واشنګټن د شرطونو او غوښتنو منلو ته اړ کول وو، د جرمني او فرانسې د مشرانو هوډ ډېر ژر د خپلواکو دفاعي او پوځي جوړښتونو د رامنځته کېدو لامل شو.

په دې لړ کې د ۲۰۱۹ کال په جنورۍ کې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د اروپا د پوځ د جوړولو او د یوه خپلواک امنیتي جوړښت د رامنځته کولو طرحه وړاندې کړه، چې هماغه وخت د ټرمپ له توند غبرګون سره مخ شوه. په داسې حال کې چې دغه نظر د هغه وخت د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل له څرګند ملاتړ سره مخامخ شو. په دې لړ کې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په ۲۲ نېټه د آلمان په آچین ښار کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ" تړون د میرکل او مکرون لخوا لاسلیک شو، د اروپایي اردو په جوړولو ټینګار وشو.

وروسته له هغه چې د امریکا دیموکراتیک ولسمشر جو بایډن د 2021 په جنورۍ کې دنده پیل کړه او د ټرانزیټلانټیک اړیکو د بیا رغولو هڅې یې وکړې، د ناټو په اړه د واشنګټن انتقادي دریځ کم شو. که څه هم د بایډن دولت د اروپايي هېوادونو د پوځي بودجې د زیاتولو غوښتونکی دی. د 2022 په فبروري کې د اوکراین د جګړې پیل او د روسیې پر وړاندې د لوېدیځ بلاک او ناټو د مشر رول لوبولو لپاره د امریکا ښکاره هڅې او همدارنګه په اروپا کې د امریکا د پوځي حضور د پام وړ زیاتوالی، د دفاع او امنیت په برخه کې پر واشنګټن باندې د اروپایي هېوادونو تکیه زیاته کړې ده، چې البته دا د امریکا لرغونې غوښتنه ده.

امریکا که څه هم اروپايي ټولنه یې د یوه اقتصادي ځواک په توګه منلې ده او له هغې سره پراخ اقتصادي، سوداګریز او مالي تعاملات لري، مګر تل د اروپا د دفاعي خپلواکۍ او د اروپایانو په برخه کې د یوه خپلواک پوځي او دفاعي ظرفیت د جوړولو مخالف دی. البته د بایډن حکومت هم د اروپا د پوځ د جوړولو په اړه ورته درېځ لري. البته د اوکراين له جګړې وروسته د دفاعي همکاريو په برخه کې د اروپايي هېوادونو هڅې زياتې شوې، خو دا هڅې تر ډېره د ناټو پر پراختيا متمرکزې دي. فنلنډ چې د اروپايي ټولنې غړى دى، تېر کال له ناټو سره يو ځاى شو او سويډن هم د يو ځاى کېدو په ليکه کې دى.

ټیګونه