امریکا د روایتونو جنګ بایللی دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا یوه لیکوال «جوزف اپسټاین» اعتراف وکړ واشنګټن د ایران د چین او د روسیې په وړاندې د روایتونو جنګ بایللی دی.
د امریکا په نیوزویک» اونیزې کښې د لویدیځې اسیا د حقیقت د فاونډیشن (EMET) یوه غړي جوزف اپسټاین ادعا وکړه هغه څه چې د نړۍ عمومي افکار یې په تیرو دریو میاشتو کښې د غزې د خلکو پرضد د اسرائیلو د تیریو او د امریکا پرضد بسیج کړي دي د چین د روسیې او د ایران د جعلي اطلاعاتو کمپاین دی.
هغه ادعا وکړه په تیرو دریو میاشتو کښې د ایران د چین او روسیې روباټونو د اینټرنیټ فضا له صهیونیسټ ضد، له یهود ضد او امریکا ضد محتوا څخه ډکه کړي ده او په امریکا کښې یې پراخ ، خطرناک او سیاسي اختلافات نور پسې زیات کړي دي.
دغه لیکوال د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې د امریکا همیشنیو لاسوهنو ته له اشارې کولو پرته ولیکل له کلونو کلونو راهسې د امریکا خارجي دښمانان له رسنیو او ټولنیزو اینټرنیټ سایټونو د واشنګټن په کورني سیاست کښې د لاسوهنې لپاره استفاده کوي او خپل روایتونه وړاندې کوي او له معمول سره سم امریکا له دغو ناسمو روایتونو سره په مقابلې کولو کښې سسته ده.