امریکا د روایتونو جنګ بایللی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i144596-امریکا_د_روایتونو_جنګ_بایللی_دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا یوه لیکوال «جوزف اپسټاین» اعتراف وکړ واشنګټن د ایران د چین او د روسیې په وړاندې د روایتونو جنګ بایللی دی.
(last modified 2024-01-11T06:28:09+00:00 )
Jan 11, 2024 09:34 Asia/Kabul
  • امریکا د روایتونو جنګ بایللی دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا یوه لیکوال «جوزف اپسټاین» اعتراف وکړ واشنګټن د ایران د چین او د روسیې په وړاندې د روایتونو جنګ بایللی دی.

د امریکا په نیوزویک» اونیزې کښې د لویدیځې اسیا د حقیقت د فاونډیشن (EMET) یوه غړي جوزف اپسټاین ادعا وکړه هغه څه چې د نړۍ عمومي افکار یې په تیرو دریو میاشتو کښې د غزې د خلکو پرضد د اسرائیلو د تیریو او د امریکا پرضد بسیج کړي دي د چین د روسیې او د ایران د جعلي اطلاعاتو کمپاین دی.

هغه ادعا وکړه په تیرو دریو میاشتو کښې د ایران د  چین او روسیې روباټونو د اینټرنیټ فضا له صهیونیسټ ضد،  له یهود ضد او امریکا ضد محتوا څخه ډکه کړي ده او په امریکا کښې یې پراخ ، خطرناک او سیاسي اختلافات نور پسې زیات کړي دي.

دغه لیکوال د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې د امریکا همیشنیو لاسوهنو ته له اشارې کولو پرته ولیکل له کلونو کلونو راهسې د امریکا خارجي دښمانان  له رسنیو او ټولنیزو اینټرنیټ سایټونو د واشنګټن په کورني سیاست کښې د لاسوهنې لپاره استفاده کوي او خپل روایتونه وړاندې کوي او له معمول سره سم امریکا له دغو ناسمو روایتونو سره په مقابلې کولو کښې سسته ده.