د ماسکو او تهران موافقه په وروستۍ مرحله کښې ده
(last modified Thu, 18 Jan 2024 03:07:27 GMT )
Jan 18, 2024 07:37 Asia/Kabul
  • د ماسکو او تهران موافقه په وروستۍ مرحله کښې ده

د روسیې د خارجه وزارت ویاندې وویل: د روسیې او ایران جامع موافقه په فاینل پړاؤ کښې ده او د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو به راتلونکې غونډې کښې به لاسلیک شي.

د ایرنا د خبر له مخې، ماریا زاخارووا پرون په یوې خبري غونډې کښې څرګنده کړه چې د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ د احترام موضوع د دواړو هیوادونو په هراړخیزې موافقې کښې قید کیږي.

د روسیې خارجه وزارت د جنورۍ په ۱۵ نیټه د ایران او روسیې د خارجه وزیرانونو ټیلیفوني تماس ته په اشارې سره په یو رپورټ کښې ولیکل:

وزارت امورخارجه روسیه با اشاره به تماس تلفنی روز دوشنبه 15 ژانویه 2024 وزیران امورخارجه روسیه و ایران در گزارشی نوشت: د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بنسټیزو اصولو په اړه د مسکو او تهران متقابل تعهد د دواړو هېوادونو ترمنځ په هراړخیز تړون کې د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د ملګرو ملتونو د منشور نورو اصولو ته بې قید او شرطه درناوی قید کیږي.

د روسیې د دفاع وزیر هم د ایران له دفاع وزیر سره په ټیلیفونی خبرو کښې ویلي چې روسیه د ایران د اسلامی جمهوریت د ملی حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته پوره پابنده ده.