Jan 27, 2024 07:50 Asia/Kabul
  • امریکا په عراق او سوریه کې د دوی په نظامي ځواکونو حملې تائید کړې

د امریکا دفاع وزارت تائید کړه چې، د عراق په عین الاسد او د سوریې په سبز سیمه کې د دوی په مرکزونو او ځواکونو بریدونه شوي دي.

د مهر خبري اژانس د خبر له مخې؛ الجزیرې د امریکا متحده ایالاتونو د دفاع وزارت له قوله ویلي؛ د عراق په عین الاسد مرکز او د سوريې په سبز سیمه کې یې پر ځواکونو دوو بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي.

دغه امریکايي چارواکي زیاته کړه؛ چې د دوی ځواکونو هم د سوريې د فرات په ملاتړې هډې باندې بریدونه کړي چې له امله یې یاد مرکز ته په کمه کچه زیان اوښتی دی.

د عراق د اسلامي مقاومت ډلې د دغه بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستې او ویلي چط د بې پیلوټه الوتکو په وسیله یې په نښه کړي دي.

د عراق اسلامی مقاومت په لسګونو ځله د سوریې په ختیځ او شمال ختیځ او د عراق په لویدیځ او شمال کې د امریکا اډې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په حملو سره په نښه کړي دي.

د عراق د اسلامي مقاومت غورځنګ امریکا په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د حملو اصلي عامل بللی او ټینګار یې کړی، چې په غزه د بریدونو تر دریدو پورې به دوی هم خپلو حملو ته دوام ورکړي.

څو ورځې وړاندې نیویارک ټایمز د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو له خولې خبر ورکړی و چې په عراق او سوریه کې د امریکا پر پوځي اډو په وروستیو بریدونو کې شاوخوا ۷۰ سرتيري ټپیان شوي دي.

د پنټاګون دغو چارواکو دا هم ومنله چې د دغو بریدونو په پایله کې یو شمير امریکايي پوځیان ټپیان او معیوب شوي دي.

 

ټیګونه