امریکا د فضا امنیت ته تر ټولو لوی ګواښ دی
Jan 27, 2024 10:01 Asia/Kabul
امریکا په خطرناکه توګه د نورو هیوادونو فضایي بیړۍ تعقیبوي او په دې کار سره یې په فضا کې د ټکر خطر زیات کړی
د شين هوا اژانس د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند "وانګ ونبين" د امريکا په دې ادعا د نيوکې په ترڅ کې چې پر اساس يې چين په فضا کې د يو ګواښ په توګه معرفی کړی، دغه تهمتونه يې په خلا کښې د امریکا د فوځی سلطې د پراخولو لپاره يوه پلمه وبلله او تاکید یی وکړ: واشنګټن د فضا د امنیت لپاره ترټولو ستر ګواښ دې ..
وانګ وینبین دې ته په اشارې سره چې امریکا له ډیرې مودې راهیسې له فضایي تکنالوژۍ ناوړه ګټه پورته کوي، وویل: امریکا په خطرناکه توګه د نورو هیوادونو فضایي بیړۍ تعقیبوي او په دې کار سره یې په فضا کې د ټکر خطر زیات کړی او غیر مسؤلانه عمل کوي.
ټیګونه