امریکا د فضا امنیت ته تر ټولو لوی ګواښ دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i145348-امریکا_د_فضا_امنیت_ته_تر_ټولو_لوی_ګواښ_دی
امریکا په خطرناکه توګه د نورو هیوادونو فضایي بیړۍ تعقیبوي او په دې کار سره یې په فضا کې د ټکر خطر زیات کړی
(last modified 2024-01-27T06:31:26+00:00 )
Jan 27, 2024 10:01 Asia/Kabul
  • امریکا د فضا امنیت ته تر ټولو لوی ګواښ دی

امریکا په خطرناکه توګه د نورو هیوادونو فضایي بیړۍ تعقیبوي او په دې کار سره یې په فضا کې د ټکر خطر زیات کړی

 

د شين هوا اژانس د خبر له مخې  د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند "وانګ ونبين" د امريکا په دې ادعا د نيوکې په ترڅ کې چې پر اساس يې چين په فضا کې د يو ګواښ په توګه معرفی کړی، دغه تهمتونه  يې  په خلا کښې د امریکا د فوځی سلطې  د پراخولو لپاره يوه پلمه  وبلله  او تاکید یی  وکړ: واشنګټن د فضا د امنیت لپاره ترټولو ستر ګواښ دې ..

وانګ وینبین دې ته په اشارې سره چې امریکا له ډیرې مودې راهیسې له فضایي تکنالوژۍ ناوړه ګټه پورته کوي، وویل: امریکا په خطرناکه توګه د نورو هیوادونو فضایي بیړۍ تعقیبوي او په دې کار سره یې په فضا کې د ټکر خطر زیات کړی او غیر مسؤلانه عمل کوي.