سعودي عربستان په لومړي ځل د هنرونو پوهنخی پرانیست
Feb 12, 2024 12:54 Asia/Kabul
د سعودي عربستان د کلتور وزارت د دوشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۲مه په ریاض کې د پاچا سعود په پوهنتون کې د هنرونو د پوهنځي د پرانستلو خبر ورکړ.
د سعودي عربستان د کلتور وزارت د دوشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۲مه په ریاض کې د پاچا سعود په پوهنتون کې د هنرونو د پوهنځي د پرانستلو خبر ورکړ.
دا په یاده هېواد کې د هنر زده کړې لپاره د سعودي لومړی هنري مرکز دی چې د پاچا سعود پوهنتون سره د ستراتیژیک شراکت له لارې فعالیت پیل کړ.
دغه پوهنځی تیره ورځ د پاچا سعود پوهنتون د تياتر په تالار کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.
دغه پوهنځي لپاره د ډیزاین، ګرافیک فن، فیشن او سینګارونو، د نندارې هنرونه لکه تیاتر، سینما، موسیقۍ او بصری هنرونه لکه چاپ، ډیزاین، مجسمه او عربي خطاطي برخو لپاره زده کړیالان جذب کړي.
ټیګونه