د فلسطین ملاتړو د نسل کشۍ په ختمولو ټینګار وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی متفکرانو، د نظرخاوندانو ، د جنګ ضد فعالانو ، د رسنیو استازیو او د فلسطین ملاتړو په لندن کښې په یوې غونډې کښې د فلسطین په غزې تړانګه کښې د نسل کشۍ د ختمولو او له صهیونیسټ رژيم څخه د ملاتړ د بندولو لپاره په لویدیځو حکومتونو باندې د دباونو د زیاتولو غوښتنه وکړه.
د فلسطین د ملي نوښت ډلې سرمنشي «مصطفی البرغوثي» چې په انلاین ډول یې دغه غونډې ته وینا کوله وویل اسرائیلو دنیا ته خطرناک پیغام استولی دی هغه دا چې نړیوال قوانین اهمیت نلري.
هغه په دې خبرې سره چې د فلسطین خلک به هیڅکله تسلیم نشي په دغه غونډې کښې له ګډون کونکو څخه وغوښتل په غزې کښې د نسل وژنې د بندولو لپاره په لویدیځو هیوادونو باندې دباونه زیات کړي.
په لندن کښې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو سفیر «حسام زملط» هم په خپلې وینا کښې د فلسطین له ملاتړو او هغو ټولو کسانو چې د فلسطین د ازادۍ او د عدالت لپاره ولاړ دي مننه وکړه او هغوې یې په غزې کښې د نسل کشۍ د بندولو لپاره د نړیوال غورځنګ یوه برخه وبلل.
د فلسطین سفیر ټینګار وکړ په صبر او استقامت سره به بالاخره بریالي شوو او فلسطین ابادیږي.
په دغه غونډې کښې د فلسطین یوشمیر ملاتړو استازیو هم په خپلو ویناو کښې له صهیونیسټ رژيم څخه د بریتانیا د حکومت په ملاتړ نیوکه وکړه.
د انګلستان د« لیبر ګوند »د سیوري حکومت د مالیې پخواني وزیر «جان میک ډانل» په دې خبرې سره چې د اسرائیلو پرضد اعتراضونه باید د فلسطین تر کاملې ازادۍ پورې دوام ولري ټینګار وکړ د فلسطین د ملاتړو د مظاهرو پرضد د نفرت د رامینځته کولو لپاره د صهیونیسټ رژیم د لابۍ د هڅې په اپوټه د اوربند لپاره غوښتنه کوم جرم نه دی.
په لندن کښې پرون له دغه غونډې سره په یووخت د فلسطین په زرګونو ملاتړي د بریتانیا په بیلابیلو ښارونو کښې واټونو ته راووتل او هغوې د صهیونیسټ رژیم د وحشیانه جنایتونو د غندلو په ترڅ کښې په غزې کښې د جنګ په سمدستي ډول د بندولو غوښتنه وکړه.