د امریکا خلکو د هوايي ځواک د غړي درنښت وکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د واشنګټن او د لاس انجلس ښارونو خلکو د امریکا د یوه پوځي د درنښت لپاره چې د فلسطین د خلکو د ملاتړ لپاره یې ځان ته اور اچولی و مظاهرې وکړې.
د امریکا د پوځ د هوايي ځواک غړي پینځویشت کلن ارون بوشنل(Aaron Bushnell) د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم لخوا د فلسطین د غزې تړانګې د وسیدونکي فلسطینیانو له ښکاره نسل کشۍ څخه د سپینې ماڼۍ په ملاتړ باندې اعتراض کښې په یوه اعتراضیه اقدام کښې د یوې ویډیو له ریکارډولو وروسته په واشنګټن کښې د اسرائیلو د سفارت مخ ته ځان ته اور واچوه او هغه روغتون ته له وړل کیدا وروسته مړ شو.
د امریکا د هوايي ځواک غړی اروان بوشنل په هغه ویډیو کښې چې په اینټرنیټ پاڼو باندې خپره شوي ده وايي نور به نسل کشۍ کښې ګډون ونکړي.
المیادین ټیلي ويژن چینل په ایکس اینټرنیټ پاڼه کښې د امریکا په لاس انجلس کښې د صهیونیسټ رژیم د کنسولګرۍ مخ ته د نسل کشۍ د مخالف او د فلسطین د ملاتړي امریکايي پوځي« ارون بوشنل» په مرګ باندې د اعتراضیه غونډې عکسونه خپاره کړل.
د امریکا د ولسمشر جوبایډن له انکار سره سره په غزې تړانګه کښې له بشپړه اوربند څخه د ملاتړ لپاره د امریکا په حکومت باندې دباونه زیات شوي دي.
امریکا په داسې حال کښې چې په بشر دوستانه نومونو سره هڅه کوي د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم د نسل کشۍ په جنګ کښې د نیغ په نیغه ګډون په دلیل د عمومي افکارو دباو کم کړي د تیرې اونۍ په سه شنبې ورځ د دریم ځل لپاره د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو د ملاتړ په هدف سره په غزې تړانګه کښې د سمدستي اوربند د ټینګیدا پریکړه لیک« ویټو» کړ.