ایرانی هادي د امریکې د آرنلډ کلاسک اتل شو
پارس ټوډی- هادي چوپان، چې د ایراني لیوه په نوم یادیږي، په امریکا کې د بدن جوړونې د "آرنلډ کلاسیک" سیالیو لقب وګاټه.
د ایران د بدن جوړونې ستوري "هادي چوپان" د یکشنبې په سهار د نارینه وو په اوپن کیټګرۍ کې د ارنولډ کلاسیک 2024 اتلولي وګټله.
دا اول ځل دی چې یو اسیایي باډي بلډر د ارنولډ کلاسیک مِنز اوپن اتلولي وګټله.
له دې اتلولۍ وروسته "هادي چوپان" خپله ۳۰۰ زره (درې لاکه) ډالره جایزه له نامتو آسټریایي-امریکايي باډي بلډر "آرنولډ شوارزنیګر" څخه ترلاسه کړه.
آرنولډ شوارزنیګر د دغو سیالیو په ترڅ کې څو څلې د "هادي چوپان" ستاینه وکړه.
هادي چوپان د ارنولډ په کلاسیک سیالیو کې له تاریخ جوړولو وروسته په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: د ایران خلک د ډېرو اتلولیو مستحق دي او زه خوشحاله یم چې د هیواد خلک مې خوښ او خوشاله دي. ډیر خوښ یم چې د ایران نوم تل په اوج کښې وي.
د بدن جوړول یا باډي بلډنګ په ایران کې یو مشهور او د خلکو د خوښې وړ ورزش دی.
دا لیکنه له مهر خبري آژانس څخه اخیستل شوې ده.