غزې هم آسکر ایوارډ واخیسته.
د تهران راډیو مینه والو السلام علیکم! ورځپاڼو ته د کتنې له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یو. نن به هم اول د تهران او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب، خبرونه، تبصرې او مقالې درسره شریکې کړو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
ګرانو دوستانو د تهران ډیرو ورځپاڼو، له قرآن سره د مینې په محفل کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر کړې څرګندونې، په مختلفو سرټکیو سره راخیستې دي. ځینو په غټو ټکیو لیکلي دي: قرآن توانیدلی چې په غزه کښې د استقامت د غره څوکه دنیا ته وښايي.
خراسان ورځپاڼې د دې خبر د عنوان په توګه د معظم رهبر له قوله لیکلي دي: مقاومت به د صهیونیسټانو پوزه، په ځمکه ومږي.
د خبر په دوام کښې لولو چې «له قرآن سره د مینې غونډه) د رمضان د میاشتې په اوله ورځ یعنې پرون مازیګر د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په شتون سره ترسره شوه. معظم رهبر په دغو دستورو کښې په خپلې وینا کښې، د قرآن پاک تلاوت یو «مقدس هنر» وباله او ټینګار یې وکړ: باید د دې ډیر ارزښتناک کار اصلي هدف، خلکو او ټولنې ته د قرآن د معنا او پیغام رسول او په قرآن کښې د تدبّر لپاره زمینه جوړول وي.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي همداشان د غزې د ځینو ویډیوګانو خپریدو او په کښې د غزې د ځوانانو له خوا د قرآن تلاوت ته په اشارې سره وویل: د استقامت هغه لوړه څوکه چې نن سبا یې په غزه کښې وینو، په قرآن کریم باندې د پوهیدو او پرې د عمل نتیجه ده.
دوي د غزې حالات له دوو اړخونو څخه په «اوج» کښې وبلل او زیاته یې کړه: نن سبا په غزه کښې له یوې خوا د جنایت او وحشي توب او ظلم کتونکي یو او له بلې خوا د اودریدنې او استقامت اوج لیدل کیږي.
دوي په غزه کښې له لوږې او تندې څخه د ماشومانو او نوزیږو د وژلو په شان کم مخینې جنایتونه، د لویدیځ تمدن شرمونکی وباله او ټینګار یې وکړ، سره له دې چې صهیونیسټان د امریکې او لویدیځ له ډول ډول وسلو برخور دي، خو د غزې د خلکو په بې ساري صبر او د مقاومت د جنګیالیو په اودریدنې سره، دښمن تراوسه خپلو موخو ته نه دي رسیدلي او د مقاومت ۹۰ فیصده امکانات او توانمنۍ لاخوندي پاتې دي. معظم رهبر ټینګار وکړ چې مقاومت به د خدای په مهربانۍ او فضل سره د صهیونیسټانو پوزه په خاورو ومږي.
حضرت آیت ا... العطمی سید علي خامنه اي د غزې له خلکو سره مرسته د اسلامي نړۍ دیني فریضه وبلله او ویې ویل: د صهیونیسټي دښمن هر ډول مرسته حرامه او یو حقیقي جنایت دی او په خواشینۍ سره ځیني اسلامي حکومتونه او هیوادونه دا کار کوي. خو یوه ورځ به پښیمانه شي او ان شاء ا... د دې خیانت سزا به وویني.
*/*/*/*/
غزې هم آسکر واخیسته.
دا د تهران چاپ د جوان ورځپاڼې یو سرټکی دی چې په تفصیل کښې یې لولو: د غزې د مسئلې په اړه د سږني کال د آسکر د مراسمو په متن او حاشیه کښې د عکس العملونو ډول او حجم د دې ښودنه کوي چې د امریکا د عامه افکارو فضا او د هالیووډ د فلمي ټولنې فضا د صهیونیسټي لابۍ په خلاف روانه ده او د نړۍ د پیښو په هکله بیداري له تصوره زیاته ده.
تر څو کاله وړاندې پورې آسکر یوه داسې پیښه وه چې زیاتره یې سینمایی اړخ درلود، او په امریکا کې د پردې تر شا د سیاست د نفوذ د چلند مختلف اړخونه یې کنټرول او لارښوونه کول، خو د آسکر وروستي پړاو چې دوه شپې مخکې په لاس اینجلس کښې ترسره شو، وښودله چې په دې کلونو کښې د امریکې د سینمايي ټولنې تر پوټکي لاندې داسې ډیرې پیښې شوې دي چې د غزې موضوع ته غبرګون د دغو بدلونونو د اوج ښودنه کوي.
که په ۱۹۷۸ کال کې وینیسا ریډګریو چې د آسکر په مراسمو کې یې د غوره ملاتړې لوبغاړې جایزه ګټلې وه، د مایکروفون تر شا د صهیونیسټي رژیم په کړنو نیوکه کړې وه او خلکو یې د هغې پر ضد غږ پورته کړی و، نو اوس له ۴۶ کلونو وروسته جاناتن ګلازر په هم هغو دستورو کښې د مایکروفون تر شا، د صهیونیسټي رژیم خلاف او د غزې د خلکو د وژلو په هکله وینا کوي، خو دا ځل حاضرین هغه ستايي.
ورځپاڼه لیکي: دا ټولې هغه نښې دي چې د اسرائيلو د ختمیدو په هکله د اسلامي انقلاب د حکیم رهبر د اټکلونو زیری ورکوي. په حقیقت کښې د اسرائيلو د فرعوني قلا د ړنګیدو غږ، نن د آسکر له مراسمو او د هالیووډ له مینځه اوریدې شو. شاید لویدیځ فلم جوړوونکي ونه توانیږي چې د فلسطین رنځونه او کړاؤنه او د اسرائیلو وحشي توبونه په خپلو آثارو کښې وښايي خو د سینما د صنعت همدغه کسان له هر فرصته ګټه اخلي چې د غزې د خلکو لپاره غږ پورته کړي.
حقیقت دا دی چې د آسکار د شپږ نویم پړاؤ مراسمو غزه په خپلې اصلي موضوع او مسئلې بدله کړه تر دې چې حتی د ایوارډونو خبرونه یې پیکه شول.
*/*/*/*/*
له تهرانه چاپيدونکې جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا په خپل اول مخ د غزې یو زړه دردونکی انځور چاپ کړی او په خپل وړومبي خبر کښې یې لیکلي دي: د صهیونیسټي رژیم تر بمباریو لاندې د روژې په مبارکه میاشت کښې د غزې د خلکو تش دسترخوانونه،
په خوا کښې یې لیکلي چې په غزې باندې د صهیونیسټي رژيم هوايي او ځمکني بریدونه روان دي او انساني مرستو ته په تمه فلسطینیانو باندې د اسرائیلو په حملو کښې ۷۰ ملکیان شهیدان اوکڼ نور زخمي شوي دي.
له دې نه علاوه ۲۷ تنه چې زیاتره ماشومان دي، د لوږې له امله مړه شوي دي.
خو کیهان ورځپاڼې بیا لیکلي دي: په غزه کښې د رمضان مبارکه میاشت، دلته د عبادت لپاره هیڅ جومات نه دی پاتې.
په دې خبر کښې لولو چې د غزې خلکو سږ کال د خدای د میلمستیا میاشت په داسې حال کښې پيل کړې چې د دې تړانګې تقریباً ټول جوماتونه وران شوي دي او مظلوم خلک یې مجبور دي چې د جوماتونو د کنډولو په خوا کښې له خدای تعالی سره رازونیاز او عبادت وکړي.
*/
له بلې خوا، تیره شپه په صهیونیسټي رژيم او د هغې د اصلي ملاتړې په توګه د امریکې په اډو باندې د مقاومت له خوا سختې حملې وشوې.
د عراق د اسلامي مقاومت په ډیرو مهمو بریدونو کښې د تل ابیب په مینځ کښې په «بن ګوریون» هوايي ډګر ډرون حمله شامله وه.
او د کیهان ورځپاڼې یو بل لنډ خبر دا چې په هندوستان کښې، سر له نن څخه اسلام ضده جنجالي طرحه اجرا کیږي.
د هندوستان حکومت په ۲۰۱۹ کال کښې تصویب شوی له توکمپالنې ډک د ښاریزتوب د هغه قانون د اجرا کولو اعلان وکړ چې مسلمانان، د هند د ښاریزتوب د حق له ترلاسه کولو بې برخې کوي.
*/*/*/*/
د کابل ورځپاڼې
د مسیر ورځپاڼې ویب سایټ په یو خبر کښې لیکلي دي؛
د نیمروز ګمرک ریاست کې د موټرو تم ځای جوړېږي
خبر زیاتوي: د نیمروز ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت په ګمرک ریاست کې د څه باندې ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت د موټرو تم ځای جوړولو چارې پیل شوې دي. د نيمروز ولايت مقام د دفتر رییس، رسنیو ته ویلي چې د مالیې وزارت له لوري د دغه ولایت د ګمرک په ریاست کې د موټرو د تم ځای جوړولو چارې د ۳۱ میلیونه ۹۵۱ زره افغانیو په لګښت پیل شوې او ډېرې ژر به بشپړې شي. په نیمروز کې د موټرو دغه تم ځای په داسې حال کې جوړېږي، چې تر وړاندې د ځینو نورو ولایتونو په ګمرکونو هم د موټرو ستر تم ځایونه جوړ شوي او دغه راز د سرپرست حکومت په راتګ سره په ټول هېواد کې رغنیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي.
او د مسیر بل خبر دا چې
ننګرهار کې د شري ناروغۍ ۱۹ماشومان مړه کړي دي
ورځپاڼه لیکي: د ننګرهار ولایت د عامي روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د شري پر نارغۍ اخته ۱۹ ماشومان مړه شوي دي. په یاد ولایت کې ډاکټران، شری یوه وژونکې ناروغۍ بولي او زیاتوي، چې که مخه یې ونه نیول شي، نو د ګڼ شمېر ماشومانو ژوند به له ګواښ سره مخ کړي. د یاد ولايت د انتاني ناروغيو روغتون متخصص ډاکټر سيد محمد محمدي وايي، چې د تېر يو کال په موده کې روغتون ته پر شري اخته ۹۶۰ ناروغان وروړل شوي دي. نوموړی وایي په یاد شمېر کې ۸۰۸کسان ښه شوي، ۱۹ مړه شوي او د ۱۷ کسانو رغتیایي وضعیت یې نازک ښودلی دی. د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مسؤلين وايي، د شري ناروغۍ د مخنیوي لپاره هڅې کوي، څو د يادې ناروغۍ د لا ډېروالي مخه ونيول شي.
*/*/*/*/*
ژباړه او ترتیب: عبدالماجد درانی