د پیغمبر او اهل بیت(ع)سپارښتنې؛ له بوډاګانوسره په آرام سره چلند کوئ
(last modified Tue, 14 May 2024 12:44:16 GMT )
May 14, 2024 17:14 Asia/Kabul
  • د پیغمبر او اهل بیت(ع)سپارښتنې؛ له بوډاګانوسره په آرام سره چلند کوئ

پارس ټوډې - حضرت امام سجاد علیه السلام فرمائي ؛ د بوډا د هغه د عمر په دلیل احترام وکړئ. له هغه سره په آرام ، احترام، ډیر ورو چلند وکړئ او د هغه شان او مقام هم لوړ کړئ.:

د اسلام په اخلاقي مکتب کې د یوه بل ترڅنګ  هغه ارزښتونه او معیارونه چې د احترام او ستاینې  لپاره شته دي ، د عمر زیاتیدا ، د انسانانو د کرامت د ساتنې یو مهم معیار حسابیږي.

 په نړۍ کې د بوډاناکو ور ځ تر بلې زیاتیدونکي وده لامل شوې ده څو  د بوډاتوب  مسئله او له بوډاګانو سره  دتعامل څرنګوالی  دانساني تولنو په یوې مهمې مسئلې بدله شي؛ نو ځکه   له دغو اجتماعي پانګو سره  د تعامل  او  احترام د څرنګوالي  په باب کې  ددیني تعلیماتو   دارزولو ضرورت ،ډير  زیات احساسیږي .

 له بوډاګانو سره په مخامخیدنې کې  د لویدیځ کلتور

  د له بډایه اسلامی کلتور سره په پرتله کې د  لویدیځي تولنو په کلتور کې  د بوډاګانو  د اهمیّت او احترام اندازه ډیر معنادار واټن لري.  په لویدیځ کې د بوډاګانو د  ساتونکو ډيرو خونو  شتون   په دغو ټولنو کې د بوډاګانو د ډيرزیات لړزانه ځايګي ښودنه  کوي. له بده مرغه  له یوه بل سره د ډول ډول کلتوری مخامخیدنه او  د اوسنۍ زمانې د پراخو اترباطاتو په پنځیدا سره ، دغه لیدتوګه  له لویدیځي ټولنو څخه په کاپی کولو سره  په اسلامی ټونلنو کې هم رابرسیره شوې ده او  دبوډاګانو د ساتلو د خونو  شمیر  ورځ تربلې په زیاتیدا دی .  دا په داسې حال کې دي  چې په اسلامی کلتور کې  د کورنۍ بچیان  دخپل مور پلار په باب د هراړخیز خیال ساتنې ته پابنده دي .

د پیغمبر اکرم او اهل بیت (ع) په روایتونو کې د بوډاګانو ځائیګی  

 د اسلام ګران پیغمبر  او اهل بیت علیهم السلام  دبوډاګانو ملاتړ ، یو الهي، دیني،  اواخلاقي  ارزښت او  بوډاګان هم د احترام وړ  ګني.  

د دوي له نظره، له بوډاګانو سره  دخوښو ادابو رعایتول ، د دوي  روحي اونفسیاتي سلامتیا دلوړولو سبب ګرځي  چې  د دوي د  نفس د عزت د زیاتیدا  لامل کیږي.

 حضرت امام سجاد علیه السلام  فرمائي ؛  د بوډاګانو د زیات عمر په دلیل  احترام وکړئ  او له دوي سره په آرام ،احترام او نرمښت سره چلند وکړئ او  د دوي شان او احترام لوړ کړئ.:

Image Caption

 

د اهل بیت علیهم السلام  له  نظره ،  د ا نسانانو دعمر زیاتیدا  د الهي رحمت د لازیات نزول سبب کیږي . حضرت امام رضا علیه السلام  په دې باب فرمائي ؛لکه څنګه چې مومن پنځو س کلنۍ ته ورسیږي، نو خداوندمتعال د هغه حساب کتاب آسانوي او کله چې شپیته کلن شي ، نو خداي تعالی    هغه ته د توبې توفیق ورپه برخه کوي.کله  ۷۰کلن شي ، نو خداي او اهل آسمان و رسره مینه کوي  او هرکله ایتا کلن شي ، نو خداوندمتعال  د هغوي دبدیو او ګناهانو د  حذفولو  او د نیکیو د لیکلو  فرمان ورکوي  او هرکله چې ۹۰ کلن شي ،نو خداي پاکت د  هغوی تیرې او راتلونکي ګناهانې بخښي.

 پيغمبر اکرم (ص) په یوه  بل روایت کې فرمائي؛

 بوډاګان  لوي وګڼئ  چې د بوډاګانو درنښت، دخداي تعالی درنښت دی او هرڅوک دوي لوي ونه ګڼي نو له مونږه نه دي::

حضرت امام جعفر صادق هم په  یوه ورته روایت کې د بوډاګانو  احترام ،عظمت او عزت ته اشاره کوي او فرمائي؛ د سپین ګیری مومن  درنښت ، دخداي  درنښت دی او هرڅوک د مومن عزت  او درناوی وکړي ، نو په اصل کې ئې د خدای درنښت  کړی دی  او  هرڅوک سپین ږیری  مومن  وکړوي، نو  خدای تعالی دهغه کس وآخوا ته یوه فرښته ورلیږي، له دې مخکې  چې ومري ،  هغه خوار او ذلیل کړي::

په بوډاګانو باندې په سلام اچولو کې مخکښ کیدل

 حضرت ا مام جعفر صادق علیه السلام  فرمائي ؛ ترټولو ورکوټی  لا زیات عمر لرونکي ته سلام وکړي: همداراز هغه بزرګوار د بوډا د عزت او احترام په یوه بل مصداق  له هغه مخکې دخبرو  نه کول  ګڼي  او فرمائي؛ یوه ورځ  یو بوډا او بل ځوان دوه کسان د پیغمبر اکرم وخوا  ورغلل ، نو له بوډا مخکې  ځوان خبرې کول پیل کړل، نو پیغمبر وفرمائیل:    اول  مشر ::  

 په لمانځه کې د  بوډاګانو  دحق رعایتول

 حضرت رسول اکرم (ص)ّ فرمائي؛

هرکله  له تاسو یو دخلکو پیش نماز کیږي، نو لمونځ لنډ کوئ، چې په تاسو کې ماشوم ،بوډا کمزوری او ناروغه  هم وي.::

  له بوډاګانو  مخکې ته تلل

 یو ځل ئې  د اسلام ګران پیغمبر (ص)  لپاره  اوبه راوړې ، نو وې فرمائيل؛  اول  له بوډاګانو څخه پیل کړئ:::

( دا مطلب 

 

ټیګونه