یمن باندې د امریکې او برطانیې بریدونه دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i149278-یمن_باندې_د_امریکې_او_برطانیې_بریدونه_دوام_لري
خبري سرچینو د یمن په لویدیځ کښې په ځینو اهدافو باندې د امریکايي او برطانوي ائتلاف د بریدونو خبر ورکړ.
(last modified 2024-06-09T23:35:48+00:00 )
Jun 10, 2024 03:59 Asia/Kabul
  • یمن باندې د امریکې او برطانیې بریدونه دوام لري

خبري سرچینو د یمن په لویدیځ کښې په ځینو اهدافو باندې د امریکايي او برطانوي ائتلاف د بریدونو خبر ورکړ.

خبري سرچینو د یمن په لویدیځ کښې په ځینو اهدافو باندې د امریکايي او برطانوي ائتلاف د بریدونو خبر ورکړ.

المسیره ټي وي چینل خبر ورکړی چې امریکايي او برطانوي ائتلاف د الحدیده په لویدیځ کښې په الجبانه سیمې باندې درې حملې وکړې.

د برطانیې د سمندري امنیت آژانس هم د یمن په جنوب کښې د عدن په سواحلو کښې په دوو کشتیو باندې د حملې خبر ورکړ او ویې ویل چې دغه دواړه کشتۍ د یمن د عدن سواحلو د سویل په ۸۷ مایله واټن کښې د توغندوي برید هدف ګرځیدلې دي.