Jul 03, 2024 12:00 Asia/Kabul
  • له سپین نسل سره  د هند د مشرانو دلچسپي / نوی ډیلي د اسراییلو په خدمت کې

هند ولې او څنګه د اسرائیلو له نیواکګر رژیم سره هم تړونه شو ؟

 

پارس  ټو ډی  – هند په  وروستیو نهو میاشتو کې د اسراییلو د جنایتونو په اړه له دریځ نه نیولو سره په یووخت  صهیونیسټانو ته د وسلو برابرونکی هیواد هم  دی هغه  یو غیر انساني چلند چې له  نظامي - اقتصادي لید تحلیل کیدی شي.

په دې وروستیو ورځو کښې په غزه کښې د فلسطینیانو د نسل وژنې په بهیر کښې له صهیونیسټ رژیم سره د هند د ملګرتیا څرګندیدو د نړۍ پام ځان ته اړولی دی. دا موضوع په لومړي ځل د صهیونیسټي ورځپاڼې یدیعوت احرونوت لخوا په ډاګه شوه. د پارس ټوډې د راپور له مخې، هند د غزې په جګړه کې د تل ابیب د اړتیا وړ مهماتو یوه لویه برخه ورکوي.

 

هند ولې او څنګه د اسرائیلو له نیواکګر رژیم سره هم تړونه شو ؟

 

تاریخ ته په کتو سره له فلسطین د صهیونیسټ رژیم په لور د هند د سیاست  څرخیدا په زیاتیدو دی . د نوي ډیلي چلند  د هغه ملت له  ملاتړ څخه چې تر  اشغال لاندې  یی ژوند کړی  د نیواکګرو په ملاتړ بدل شوی دی. دا ملاتړ یوازې په سیاسي او اقتصادي اړخونو پورې محدود نه دی، بلکې نظامي اړخونو ته هم پراخ شوی دی.

په 1947 کې، هند د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین د ویش پر ضد رایه ورکړه او لومړنی غیر عرب هیواد و چې د فلسطین د آزادۍ سازمان (PLO) یې د "فلسطین ملت یوازینی قانوني استازی" په توګه په رسمیت وپیژاند. همدارنګه، هند له هغو  لومړنیو هیوادونو و چې په 1988 کې یې د فلسطین دولت په رسمیت وپیژاند. که څه هم هند په ۱۹۵۰ کال کې صهیونیسټ رژیم په رسمیت وپېژاند، خو تر ۱۹۹۲ کال پورې یې ورسره هیڅ ډول دیپلوماتیکې اړیکې جوړې نه کړې.

د پخوا په اپوټه  کله چې د اکتوبر په ۷د فلسطین د مقاومت له خوا د «الاقصی طوفان» عملیات وشول، هند سمدستی د صهیونیسټی رژیم پراخ سیاسی ملاتړ ته ورغی. له دې عملیاتو یوازې څو ساعته وروسته د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د نړۍ له لومړنیو مشرانو و چې دغه عملیات یې وغندل او د هند د بهرنیو چارو وزیر هم ورته دریځ خپل کړ.

د دغه عملیاتو په غندلو کې د هند د مشرانو د چټک غبرګون او په اشغال شویو سیمو کښې د تاریخ د ترټولو ستر نسل وژنې په وړاندې چوپتیا ته په کتو سره، هغوی د صهیونیسټ رژیم په وړاندې هیڅ منفی دریځ نه دی نیولی او مودي  په ځلونو خپل صهیونیسټ سیال زما دوست  خطاب کړی دی .

له صهیونیسټ رژیم او امریکا سره دغه ملګرتیا تر هغه ځایه  دوام درلود چې هند د اکتوبر په ۲۷ په ملګروملتونو کښې په غزه کښې د اوربند په حق کښې له رایې ورکولو ډډه وکړه .

دا چلند چې د اروپایی لوبغاړو په ګډون د نړیوالو سازمانونو او د نړۍ د نورو هېوادونو له دریځونو سره مخالف و، د کارپوهانو په تېره بیا د هند د سیاسی فعالانو له سترګو لیرې  پاتې نشو.

ابیجیت میترا لای میترا، یو هندي سیاسي شنونکی، په ایکس چینل کې لیکلي:

ښاغلي مودي د فلسطین د وجود له منلو انکار کړی دی. د اسراییلو ملاتړ څرګندول د اسراییلو د ازادۍ لپاره د هند ملاتړ څرګندوي چې هر هغه اقدام وکړي چې د دوی په ګټه وي."

د هند اردو ژبې  مطبوعاتو چې زیاتره مطالب د مسلمانانو په باره کښې خپروی هم په دې باره کښې لیکلی دی چې له صهیونیسټ رژیم د مودی ملاتړ د لویدیځې اسیا په سیاست کښې د یوه  مهم بدلون ښودنه کوی. د بېلګې په توګه «اردو ټایمز» مجلې لیکلي: مودي اعلان وکړ چې هغه د اسرائیلو پلوې  دی او دا د اسرائیل او فلسطین له مسئلې د وتلو په اړه د هند د پالیسۍ د بدلون ښکارندويي کوي. هند تل په دې برخه کې بې طرفه پاتې شوی وو.

په ټول کې، د غزې په تړانګه کې د صهیونیسټانو لخوا ترسره شوي وحشي جنایاتو په هند کې ژور سیاسي ویش ته وده ورکړه. په داسې حال کې چې مودي د صهیونیسټ رژیم پلوي کوي او د فلسطینیانو په اړه له تبصرې ډډه کوي، کانګرس ګوند د حکومت د مخالف په توګه تل د فلسطینیانو له حقوقو په خپل ملاتړ ټینګار کوي.

 

د صهیونیسټ رژیم په لور د هند د څرخیدا پردې شاته عوامل

 

د سړې جګړې له پای ته رسېدو او د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته هند په خپل بهرني سیاست کې د بدلون شاهد و او په تدریجي ډول د امریکا پر لور ګروهمن شو .  په ورته ډول، هند په رسمي ډول په 1992 کې د لومړي وزیر نارسیمها راو په مشرۍ له اسراییلو سره ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې او په تل ابیب کې یې خپل سفارت پرانست. په عین حال کښې صهیونیسټ رژیم هم په نوی ډیلی کښې خپل سفارت پرانیست.

هند په وروستیو څو لسیزو کښې له صهیونیسټ رژیم سره د وسلو په اخیستلو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړی دی. هند د مودي له انتخاباتو راهیسي له صهیونیسټي رژیم د ۶۶۲ میلیونو ډالرو وسلې اخیستي دي. په امریکا کښې د هند او صهیونیسټی لابی ډلې په ګډه کار کوی او متقابلې ګټې لری چې په کښې د امریکا د هڅولو په شمول صهیونیسټ رژیم ته اجازه ورکړی چې د امریکا د ټیکنالوژۍ په اساس د وسلو سیسټمونه په نوی ډیلی باندې وپلوری.

د دوی دوه اړخیزه سوداګري په کال کې شاوخوا پنځه میلیارده ډالر ده چې سږکال به د احتمالي آزاد تجارت تړون سره دوه چنده شي. په عین حال کښې فلسطینیان د صهیونیسټ رژیم په شان د تجارت او پوځی ټیکنالوژۍ په شمول هندوستان ته هیڅ ګټه نشی رسولی . له همدې امله دهندوستان اقتصادي او پوځي ګټو د نوي ډهلي مشران په غزې تړانګه کښې د دغه رژیم جنایتونو ته نه یوازې سترګې پټې کړي بلکې په دغه وخت کښې صهیونیسټانو ته د اړتیا وړ وسلې هم برابرې کړي .

د وروستیو راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې پر غزې د صهیونیسټي رژیم د بریدونو په نوي پړاو کې له ۳۷ زرو زیات فلسطینیان شهیدان شوي او تر ۸۵ زرو زیات ټپیان شوي دي.

 

کلیدي ټکي :  هند او اسراییل، هند او امریکا، د غزې جګړه، په فلسطین کې د اسراییلو جنایت، نارندا مودي