Jul 03, 2024 12:08 Asia/Kabul
  • د په آمازون سایټ کې د قرآن کریم ترټولو لوي پيغام اپلوډ شو

  د حجةالاسلام  ابوالفضل صبوري  لیکل شوی ؛ترټولولوي پیغام(قرآنی کتاب) د آمازون په ویب سایټ کې اپلوډ شو.

 ایکنانیوز د آمازون وبسایټ  له قوله راپور راکوي،په دغه وبسیاټ کې د حجةالاسلام  ابولافضل  صبوري  یو اثر؛ ترټولو لوي پیغام ؛نومې کتاب  اپلوډ شو. 

تر ټولو لوي پيغام نومې کتاب په انګریزي ژبه تالیف شوی او  مسلمانانو او غیر مسلمانانو ته د قرآن کریم د معرفي کولو لپاره یوه هڅه ده .

 د کتاب لیکونکی په دې اند دی چې دغه  د کتاب  د قرآ ن موضوعي تفسیر دی، ځکه  په دې کې د قرآن کریم  له څه دپاسه یو زر پنځه سوه  آیتونو  استناد شوی دی.

 د  کتاب لومړی سپرکی  پخپله د قرآن کریم په باب دی او  دهغه  اهمیّت او کارندوالی په جوت شوی دی،په حقیقبت کې په دغه سپرکي کې   له نورو آسماني کتابونو سره د قرآن کریم د پرتله  اوتوپیر  په باب بحث شوی دی.

دوهم سپرکی هم  په قرآن کریم کې د معنویّت په باب دی.لکه څنګه چې دمعنویّت مسئله  د مخلتفو ټولو یوه جدی مسئله ده ،کله کله  هم  د کاذب معنویاتو  په لور ځي،نو ځکه دغه بحث  باندې په کتاب کې  په یوه جلا سپرکي کې سپړنه شوې ده او هغه  آیتونه چې  په دې باب غونډولی شي،  پکې بیان شوي دي.

    د کتاب په وروستي سپرکي کې   د معاد په موضوع بشپړ بحث شوی دی. په مختلفو دینونو کې  د معاد په موضوع  خبرې شوي دي، خو قرآن کریم  دنورو  دینونو په نسبت  له  مرګ وروسته  په ژوند باندې  او دمعاد په موضوع ډير ژورې سپړنې کړي دي.

 

ټیګونه