ترکیې له سوریې سره د اړیکو سمولو ته ګروهنه ښودلې
Jul 08, 2024 03:53 Asia/Kabul
د ترکیې ولسمشر یوځل بیا له سوریې سره د اړیکو سمولو ته ګروهنه څرګنده کړه.
د ایرنا د خبر له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هیله وښودله چې د ترکیې او سوریې اړیکې پخواني حالت ته وروګرځي.
اردوغان د انقره او دمشق د اړیکو د بحالولو په لړ کښې د روسیې او عراق مینځګړیتوب ته په اشارې سره څرګنده کړه: د سوریې ولسمشر او د عراق وزیراعظم هم غواړي چې د سوریې له ولسمشر سره د ترکیې او سوریې د اړیکو په هکله ملاقات او خبرې اترې وکړي.
د تریکې ولسمشر تیره جمعه هم له دمشق سره د اړیکو سمولو ته د انقرې د ګروهنې خبره وکړه او ټینګار یې وکړ چې انقرې د سوریې په لور د دوستۍ لاس اوږد کړی دی.
ټیګونه