ولې ایران د ګوته مؤسسې د فعالیتونو د دوام مخه ونیوله؟
(last modified Tue, 03 Sep 2024 07:49:07 GMT )
Sep 03, 2024 12:19 Asia/Kabul
  • ولې ایران د ګوته مؤسسې د فعالیتونو د دوام مخه ونیوله؟

پارس ټودی - د تهران ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، په ایران کې د ګوته مؤسسې نه یوازې د آلماني ژبې د روزنې د مرکز په توګه، بلکې په ایران کې د آلمان د کلتوري او سیاسي مداخلو د فعالیتونو د پوښښ په توګه هم کارول کیده.

د ګوته مؤسسه چې په ټوله نړۍ کې د آلماني ژبې او کلتور د ودې سمبول په توګه پیژندل کیږي، داسې بریښي چې د ژبې زده کړې څخه بهر موخې تعقیبوي، هغه موخې چې په ډیری مواردو کې د نورو ټولنو په کلتوري او ټولنیزو چارو کې د ګډوډۍ لامل کیږي.

په همدې حال کې په ایران کې د ګوته مؤسسې یاDSIT )  ) تړلو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

د پارس ټوډې او د تهران ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، دا اقدام وروسته له هغې وشو چې معلومه شوه دغه اداره په ایران کې له کلتوري او تعلیمي پوښښ څخه په استفادې په غیر قانوني فعالیتونو او نرم نفوذ کې لاس لري.

په هغه راپور کې چې په دې وروستیو کې د دغې ورځپاڼې له خوا خپور شوی، په ایران کې د دې ادارې د تړل کېدو لامل څېړل شوی دی: په تهران کې د ګوتی د آلماني ژبې مؤسسې دوه څانګې د ایران د قضايي حکم له مخې وتړل شوې.

د تهران ټايمز له خوا ترلاسه شوي معلومات ښيي چې دغه اداره د آلمان د حکومت د پټو فعاليتونو د پوښښ په توګه کار کوي تر څو په ايراني اتباعو باندې نفوذ وکړي او په ايران کې د آلمان سياسي اهداف پرمخ بوځي.

د بهرنیو کلتوري فعالیتونو غیر قانوني مالي ملاتړ

د تهران ټایمز د راپور له مخې، د ګوته مؤسسې هر کال نیم میلیون یورو د ځانګړو او ځینې وخت د بهرنیو او پټو هنري ډلو سره د مرستې لپاره مصرفوي.

 د دغه رپوټ له مخې؛ دغه اقدامات د ایران د کلتور د وزارت د څارنې د لمنځه وړلو په موخه ترسره کېدل، هغه اداره چې باید له خپرېدو مخکې ټول کلتوری موادو بیا کتنه او تصویب وکي.

ترلاسه شوي معلومات ښیې چې د دې ادارې لخوا تمویل شوي ډیری مینځپانګې د ایران له کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

د آلمان د ګوته مؤسسې اړیکې او سیاسي رول یې:

د دې ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې ادارې د بودیجې یوه برخه د ګوټه مؤسسې له خوا برابره شوې وه؛ یوه اداره چې په رسمي ډول د آلمان د حکومت لخوا تمویل کیږي او په ټوله نړۍ کې له سلو څخه ډیرې څانګې لري.

 د تهران ټایمز د راپور له مخې، سره له دې چې دغه مؤسسه ادعا کوي چې له ګوته مؤسسې سره هیڅ تړاو نه لري، خو په تهران کې د دغه انسټیټیوټ د دوو څانګو د تړلو په وخت کې ثبت شوي اسناد ښيي چې دغه انسټیټیوټ له دې موسسې سره په منظمه توګه تماس درلود او له مسؤلینو یې وخت په وخت لارښوونې تر لاسه کړي دي.

تهران ټایمز څو اسناد او لږ تر لږه ۹ مالي ریکارډونه کتلي چې په دې برخه کې خلکو ته د لسګونو زرو یورو تادیات ښيي.

دغه سندونه په تهران کې د آلمان د سفیر او د ګوتې ژبې د انستیتوت د اجراییوي رییس له خوا لاسلیک شوي.

ایراني محصلینو ته غیر قانوني بورسونه ورکول

برسېره پر دې، د ژبې د زده کړې لپاره د ګوت انسټیټیوټ DSIT) ) په غیرقانوني توګه ځینې خلکو ته آلمان ته د کډوالۍ لپاره بورسونه چمتو کوي، چې دا چاره د ژبې د زده کړې له ساحې بهر ده.

دوی دغه کډوال زده کونکي اکثرا د دوی په مسلکي یا اکاډمیک برخو کې د پوهانو په توګه معري کړي دي.

د ناقانونه فعالیتونو او لویدیځو ګټو لپاره شبکې جوړول

د دې ورځپاڼې په وینا، ځینې خلک چې د ګوت انسټیټیوټ سره یې نږدې اړیکې درلودې او د دوی شبکې ته داخل شوي وو چې موخه یې د غیرقانوني فعالیتونو یا پروژو ترسره کول وو چې د آلمان او لویدیځ ګټو ته خدمت کوي.

تهران ټایمز اعلان کړی چې ښايي په راتلونکي کې د دغو شبکو په اړه نور معلومات هم په ډاګه کړي.

د مالیې څخه فرار او د لازمو اجازت لیکونو نشتون:

تهران ټایمز دا هم موندلې چې ګوته انسټیټیوټ له ۱۹۹۵ کال راهیسې له اړینو اجازې پرته په ایران کې فعالیت کاوه.

د دې معنی دا وه چې ادارې د هغو لس زره زده کوونکو چې په کال کې یې زده کړې ورکولې، د مالیې له ورکولو څخه ډډه کړې.

د دې ورځپاڼې د راټولو شویو معلوماتو له مخې، د ګوت انسټیټیوټ په 2022 کې 400 میلیارده مالي بیلانس لري.

په هامبورګ کې پر اسلامي مرکزونو د برید او د ګوت انسټیټیوټ د تړلو په اړه د جرمني غبرګون

یوې باخبرې سرچینې تهران ټایمز ته ویلي، د جرمني د نفوذ او مداخلې د مرکز په توګه د ګوټې انسټیټیوټ تړل ډېر ګران کار دی او دغه هېواد د خپلو امپریالیستي موخو په لرلو سره اوس هم هڅه کوي دا حقیقت پټ کړي، چې د دغه هېواد د نفوذ مرکز تړل شوی دی.

دا د دې لامل شوی چې د ګوټ انسټیټیوټ DSIT تړل په هامبورګ کې د اسلامي مرکز (IZH ) تړلو په ځواب کې د غچ اخیستونکي اقدام په توګه لیدل کیږي.

تیره میاشت، د آلمان پولیسو په ناڅاپي توګه او پرته له کوم تضمین څخه د آلمان په هامبورګ ښار کې د شیعه مسلمانانو د تر ټولو په  لوی مرکز، او د دې مرکز سره اړوند درې پنځوس ملکیتونو باندې چاپه ووهله.

شواهد ښیې چې دا کار په آلمان کې د اسراییلي لابي تر فشار لاندې ترسره شوی.

 

په تهران کې د المان د سفارت لخوا غیر ډیپلوماټیک چلند:

په یوه عجیب او غیر دودیز ډیپلوماتیک اقدام کې، د دې ادارې له تړلو وروسته، په تهران کې د آلمان سفارت په انسټاګرام کې د کاروونکو لخوا د ټویټونو په شریکولو سره د ایران قانوني اقدام وغانده.