د حضرت زینب(س) د ولادت کلیزه مو مبارک شه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i153970-د_حضرت_زینب(س)_د_ولادت_کلیزه_مو_مبارک_شه
نن د جمادي الاول د میاشتې پنځمه نیټه د حضرت زینب کبری(س) د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده
(last modified 2024-11-06T21:48:02+00:00 )
Nov 07, 2024 02:14 Asia/Kabul
  • د حضرت زینب(س) د ولادت کلیزه مو مبارک شه

نن د جمادي الاول د میاشتې پنځمه نیټه د حضرت زینب کبری(س) د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده

بي بي زینب(س) په ټولو زمانو کښې د ټولو پتمنو او له ظلم سره د مقابله کونکو ټولو ښځو او سړیو لپاره د یو مثال او بیلګې په توګه مطرح ده. دوي د خپل ګران ورور حضرت امام حسین علیه السلام ترڅنګ له هغه متحجر او بې لارې بهیر سره مبارزه وکړه چې د اسلام د دفاع په نوم یې د کربلا ستره غمیزه رامینځته کړه.

بي بي زینب(س) په پرون، نن او سبا پورې اړونده میرمنه ده ځکه چې انساني کرامت، د خدای بندګي، عدالت او انصاف غوښتنه او شرافت او پتمني هغه ارزښتونه دي چې په یو خاص پړاؤ یا ځانګړې ټولنې پورې اړونده نه دي.

دغې عظیمې بي بي د خپل ګران ورور حضرت امام حسین علیه السلام له شهادت وروسته د څلورم معصوم امام او د خپل وراره امام سجاد علیه السلام د ژوند ساتنه خپله وظیفه بلله په هم دې وجه په ډیرو سختو حالاتو کښې هم د جنایتکارانو او ظالمانو مخې ته اودریده او له هغه حصرت سره اوږه په اوږه یې په خپلو سختو ویناو سره د اسلام دښمنان رسوا کړل.

د ایران د اسلامي جمهوریت په کال هینداره کښې د حضرت زینب سلام ا... علیها د زوکړې کلیزه، د نرسانو ورځ نومول شوې ده.

نو مونږ هم د تهران راډیو په استازیتوب د اسلام د دغې سترې او اتلې بي بي د نیکمرغه ولادت په مناسبت مبارکي وايو.