په سویس کې په حجاب لرونکو میرمنو جریمه پیل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i155844-په_سویس_کې_په_حجاب_لرونکو_میرمنو_جریمه_پیل_شوه
تهران راډیو ـ د سویس حکومت اعلان کړی، چې دغه هېواد کې پر ښځو د حجاب کولو بندیز د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ له لومړۍ نیټه څخه عملي شو.
(last modified 2025-01-02T07:29:28+00:00 )
Jan 02, 2025 11:57 Asia/Kabul
  • په سویس کې په حجاب لرونکو میرمنو جریمه پیل شوه

تهران راډیو ـ د سویس حکومت اعلان کړی، چې دغه هېواد کې پر ښځو د حجاب کولو بندیز د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ له لومړۍ نیټه څخه عملي شو.

رویټرز خبر ورکړی و چې د سویس حکومت له دغه قانون څخه د سرغړونې په موخه ۱۰۰۰ سویس فرانک یا شاوخوا ۱۱۰۰ امریکايي ډالر جریمه ټاکلې ده.

په سویس کې د حجاب  د منع قانون په ۲۰۲۱ کال کې د یوې کوچنۍ ډلې له خوا وړاندیز شوی و، چې تر دې مخکې یې په سویس کې د جوماتونو د منارونو پر جوړولو بندیز لګولی و.