د نیویارک قاضي د امریکا پخوانی ولسمشر ټرامپ محکمې ته وروغوښتی
Jan 04, 2025 10:21 Asia/Kabul
تهران راډیو ـ د امریکا یوه قاضي ویلي: د دغه هېواد منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ باید د جنورۍ د میاشتې په لسمه نیټه د نیویارک محکمې ته حاضر شي.
په داسې حال کې چې د یادې نیټې څخه لس ورځې وروسته ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه د لوړي مراسم لري، یاد قاضي زیاته کړې، د نیویارک په محکمې کې د بربنډو فیلمونو د لوبغاړي ا«سټورمي ډنیلز» د حقیقت د پټ ساتلو له دوسیې سره د اړونده محکمې په غونډه کې باید ټرمپ بخپله حاضر شي.
د امریکا قاضي « خوان مرچان» وویل: دوی به د محکمې حکم د جنورۍ په لسمه هغه مهال اعلان کړي، چې ډونالډ ټرمپ په محکمه کې په حضوري او یا هم په انلاین بڼه حضور ولري.
دغه محکومیت د ډونالډ ټرامپ لپاره تر څلورو کلونو پورې د بندي کیدا امکان لري، خو یاد قاضي ویلي، چې ټرمپ به زنداني نشي.
ټیګونه