ګلوبل پاؤر د ایران پوځي توانمنئ مخ په وده وباله
(last modified Wed, 15 Jan 2025 00:39:46 GMT )
Jan 15, 2025 05:09 Asia/Kabul
  • ګلوبل پاؤر د ایران پوځي توانمنئ مخ په وده وباله

تهران ریډیو- ګلوبل پاؤر  ،پوځي تحلیلی انټرنیټي ویب سایټ  په خپل یوه وروستي راپور کې لیکلي دي، ایران  د خپلو واردتي  تجهیزاتو لوړتیا او د ډول ډول پوځي تجهیزاتو تولید او د هغو پراختیا ته دوام ورکوي.

زمونږخبریال د فارس له قوله راپور راکوي،  ګلوبل پاؤر   تحلیلی خبری سایټ  د نړۍ د وسلوالو ځواکونو په ترټولو روستۍ رده بندۍ کې  ایران  د  د پوځي قدرت له پلوه  د نړۍ  د ۱۴۵ هیوادونو په لیسټ کې په شپاړسم ځائيګی کې راوستی دی.

په دغه راپور کې  د ایران د مځکني ځواک په باب راغلي دي ،د ایران مځکنی ځواک  د  ډول ډول وسلو  پراخه برخه په اختیار کې لري.

د ایران سمندري ځواک  هم له ګائيډیډ توغندوی بیړیو او ماکوګانو  څخه  برخمن دی . د توغندی ویشتونکي  چټکې کشتۍ او ماکوګانو تر پام وړشمیر ،د ایران په سمندری ځواک ې  ترټولو مهمه فعاله برخه ده. د ایران  داخلی صنائع  په هرې لسیزې ې  لازیات  د ایران  د سمندري ځواک  اړتیاوې پوره کوي.

د ډرونز یونټ له پلوه هم  دایران ډرونز صنعت پرمختللی دی. پر دې سربیره ، ایران  ځان  د نړۍ په سویه د کم لګښتي  ډرونزو  دلا برلاسه تامینونکي په توګه معرفي اوثبت کړی دی.

 په وروستیو شپو و رځو کې د نوي توغندوي ښار څخه دایران مخ کتنه ،نوره پوځي تحلیلي خبری سایټونه  هم  غبرګون ته اړ کړي دی داسې چې  د هغو ځينو برخو لیکلي دي، ایران د  روانې جنورۍ په لسمه نیټه داسې ډير پټ مځکني توغندوي تاسیسات  افتتاح کړي دی چې ددغه هیواد دبالسټیک توغندوي وړتیا په پراختیا کې  د پام وړ بدلون  دی. د بیلجیّم  آرمي ریکګنیشن  ویب پاڼې هم لیکلي دي ډغه  مخ کتنه  چې د ایران په  رسندویو کې هم  ښودل شوې ده ، د ایران دتوان لس فیصدي برخه  ښکاره کړې ده.

دغه توغندوي ښار  د ایران  مخ په وده توامنئ او خپل دفاعي موقعیّت لوړتیا ته ددغه هیواد ژمنتیا نندارې ته وړاندې کړې ده .  په دغه مځکې لاندې توغندوي ښار کې  د عماد،قدر وقیام په څير پرمختللی توغندوي سسټمونه  هم ښودل شوي چې  د ایران مخ په وده توغندوي توانمنئ ئې  نمایش ته وړاندې کړي دي. په دوي کې هر یو  توغندی  د ایران په پوځي سټراټژۍ کې  مهم رول لوبوي او د  ایران په سلاکوټ کې  د یوه مخه نیونکي او یرغلیز آوزار په توګه عمل کوي.