نړۍ پرته له سوداګریز ګټونکي؛ ټرمپ د اقتصادي ځوړ پیغام راوړونکی
پارس ټوډې- د انګلستان لومړي وزیر د امریکا له خوا له بېلابېلو هېوادونو څخه پر وارداتي توکو د درنو تعرفو پر لګولو نیوکه وکړه او ویې ویل چې هېڅوک به د یوه سوداګریزې جګړې ګټونکی نه وي.
د امریکا ولسمشر د ۲۰۲۵ کال د اپریل میاشت په دویمه چې د "خپلواکۍ ورځې" په نوم پېژندل شوي پر ټولو هغو توکو باندې ۱۰ سلنه نړیوال تعرفه اعلان کړه چې متحده ایالاتو ته واردېږي. ټرمپ همدا راز د نړۍ د سوداګرۍ لپاره په یوه تاریخي زمانه کې د بریتانیا پر توکو ۱۰ سلنه او د اروپايي ټولنې پر توکو ۲۰ سلنه تعرفه وضع کړه. پر دې اساس، امریکا حتی پر ځینو هېوادونو باندې تر ۵۰ سلنه سختې تعرفې ولګولې.
پارس ټوډې د مهر خبرې آژانس په حواله راپور راکړی چې، د انګلیس لومړي وزیر کې یر سټارمر د یکشنبې په ورځ امریکا ته پر وارداتي توکو باندې د ټرمپ له خوا د سختو تعرفو لګولو په غبرګون کې وویل: هېڅوک به د یوه سوداګریز جنګ ګټونکی نه وي او هغه نړۍ چې موږ پېژندله پایته رسېدلې؛ اوس د یوه ناڅرګند راتلونکي لپاره د چمتووالي په حال کې یو. هغه خبرداری ورکړ چې د ګمرکي تعرفو لګولو له امله پایلې وکولای شي د انګلیس او نړۍ لپاره خورا سختې وي او له دې ناورین سره د مقابلې لپاره ټول انتخابونه پر میز باندې دي.
ټرمپ د اقتصادي ځوړ پیغام راوړونکی
په همدې حال کې، ګارډین انګلیسي ورځپاڼې د امریکا د ولسمشر د تعرفو سیاستونه په امریکا کې د ځوړ او په نړۍ کې د لوږې د زیاتوالي لامل وګڼلو. ګارډین د شنبې په ورځ ولیکل: هغه ورځ چې ټرامپ هغه یې د اقتصادي آزادۍ ورځ ونوموله، په امریکا کې د ځوړ او په نړۍ کې د خلکو لپاره د رنځ ورځ به وي.
له واکه ناخوښه خپل سري
له بلې خوا، د فلوریډا ایالت د ډیموکراټیک ګوند استازي مکسویل فراست د شنبې په ورځ وویل: د تاریخ په اوږدو کې خپل سري هېڅکله له خپل واک څخه راضي نه دي. دوی قانون ماتوي او بیا د خلکو عکس العمل ته انتظار باسي؛ آیا خلک چپ دي او که چیغې وهي؟
د ټرمپ په سوداګریزه جګړه کې د ونزویلا برلاسي کېدل
د مهر خبري آژانس د خبر له مخې، د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو هم د پر خپل هېواد امریکا له خوا د ګمرکي تعرفو د لګولو په اړه وویل: کاراکاس به د سوداګرۍ او اقتصادي جګړې پر ستونزو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټولې نړۍ ته اعلان کړی دی، غلبه پیدا کړي.
آمریکا د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د قوانینو سرغړوونکې
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان هم د شنبې په ورځ د امريکا لخوا د متقابل تعرفو د اعلان په غبرګون کې وويل: امريکا د متقابلو تعرفو په پلمه، د چين په ګډون له زياتو هېوادونو څخه پر وارداتو تعرفه لوړه کړې ده. هغه زیاته کړه: دغه اقدام د سوداګرۍ د نړیوال سازمان له اصولو څخه سخته سرغړونه او د څو اړخیزه سوداګرۍ د اصولو پر بنسټ د سوداګرۍ سیسټم کمزوری کوي. چين له دې اقدام سره سخت مخالف دی او د خپلو مشروع حقونو او ګټو د دفاع لپاره به ټول اړين تدبيرونه ونيسي.