د امریکا دوهمه الوتکه وړونکې بېړۍ منځني ختیځ ته ورسېده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i158928-د_امریکا_دوهمه_الوتکه_وړونکې_بېړۍ_منځني_ختیځ_ته_ورسېده
د امریکا پوځ بیګا اعلان وکړ چې د دغه هیواد دویمه الوتکې وړونکې جنګي بېړۍ منځني ختیځ ته رسیدلې ده.
(last modified 2025-04-10T23:47:51+00:00 )
Apr 11, 2025 04:16 Asia/Kabul
  • د امریکا دوهمه الوتکه وړونکې بېړۍ منځني ختیځ ته ورسېده

د امریکا پوځ بیګا اعلان وکړ چې د دغه هیواد دویمه الوتکې وړونکې جنګي بېړۍ منځني ختیځ ته رسیدلې ده.

د AFP په حواله د ایرنا په وینا، د امریکا مرکزي قوماندې (CENTCOM) په ټولنیز شبکه X کې اعلان وکړ چې  الوتکې وړونکې بېړۍ USS کارل وینسن منځني ختیځ ته رسیدلې او د USS هري ایس ټرومن په نامه د امریکې له بلې الوتکې وړونکې بېړۍ سره یوځای فعاله ده.

د راپور له مخې، وینسن د F-35  په نامه په راډار کښې نه ښکاریدونکو الوتکوباندې سمبال ده او CENTCOM د دواړو کښتیو ویډیوګانې یې خپرې کړې.

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) تېره اونۍ ویلي وو چې په منځني ختیځ کې د خپلو الوتکو وړونکو بېړیو شمېر به زیات کړي. دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې امریکې په دې وروستیو اونیو کې په یمن باندې پراخ بریدونه کړي دي.

د امریکا یو پوځي چارواکي د چهارشنبې په ورځ ای اېف پي ته وویل چې امریکا د مارچ په ۱۵مه پر یمن د خپل برید له پیل راهیسې له ۱۰۰ څخه زیات هدفونه په نښه کړي دي.