دموبایل سکرین دپټ ساتلو لاره پیدا شوه .
(last modified Tue, 28 Jun 2016 02:20:12 GMT )
Jun 28, 2016 06:50 Asia/Kabul
  • ددغو چشمو او عینکو بیه یوازې سل(۱۰۰) امریکايي ډالره ده .
    ددغو چشمو او عینکو بیه یوازې سل(۱۰۰) امریکايي ډالره ده .

زمونږخبریال وایی په عمومی ځایونو کښې د موبایل ټیلی فون استعمال اکثره دخلکو درازونو د پټ ساتلو په لاره کښې خنډونه رامینځته کوی ځکه چې هلته ګیرچاپیر موجود کسان دموبایل ټیلی فون سکرین په اسانۍ سره لیدلی شی .

خو اوس دترکیې یوه(۱) ښاریز سیلال ګوګر(Celal Goger) ددغه مسلې دحل لپاره اسانه لاره پیدا کړی ده .

هغه داسې عینک(Glasses) یا چشمې جوړې کړی دی چې په مرسته یې تاسو په اسانۍ سره دخپل موبایل ټیلی فون سکرین له نورو خلکو پټ ساتلی شئ .

ددغه عینک یا چشمو لپاره یو (۱)چیپ جوړ کړی شوی دی چې هغه دتاسو دموبایل یا ټیبلیټ سکرین دنوروخلکو لپاره سپین (White)کوی او دغه راز دبلوټوت(Bluetooth) په وسیله له چیپ(Chip) سره دوصل شویوعینکو په اچولو سره تاسو په ارامسره خپل موبایل ټیلی فون یا ټیبلیټ استعمالوی شئ .

ددغو چشمو او عینکو بیه یوازې سل(۱۰۰) امریکایی ډالره ده .