د لویدیځ جنايتونه | په ختيځې آسيا کې د امريکا بيولوژيکي جنايتونه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i164614-د_لویدیځ_جنايتونه_په_ختيځې_آسيا_کې_د_امريکا_بيولوژيکي_جنايتونه
پارس ټوډی – د امريکا جنايتونه په ختيځې آسيا کې، يوه پېچلې او له ننګونو ډکه موضوع ده چې پراخ بحثونه پرې شوي دي.
(last modified 2025-09-15T08:04:17+00:00 )
Sep 15, 2025 12:24 Asia/Kabul
  • د امریکایي الوتکو له خوا په ویتنام د کیمیاوي موادو د بمبار باران
    د امریکایي الوتکو له خوا په ویتنام د کیمیاوي موادو د بمبار باران

پارس ټوډی – د امريکا جنايتونه په ختيځې آسيا کې، يوه پېچلې او له ننګونو ډکه موضوع ده چې پراخ بحثونه پرې شوي دي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د امريکا د متحده ايالتونو له تر ټولو مهمو کړنو څخه يو، په ختیځ اسیا کې د بيولوژيکي او کيمياوي وسلو کارول او د بيولوژيکي تجربو ترسره کول وو، چې د انسانانو په ژوند او چاپېريال يې خورا منفي اغېزې پرېښودې. په دې برخه کې ځينې مهم پېښې داسې دي:

 

په ختيځې آسيا کې د امريکا بيولوژيکي تجربې

په ۱۹۴۰ او ۱۹۵۰ لسيزو کې امريکا د بيولوژيکي وسلو د ازمايښت لپاره – لکه طاعون او نورې ساري ناروغۍ – په ختيځې آسيا ، په ځانګړي ډول په چين او کوريا کې تجربه شوې.

يو له مهمو مواردو څخه هغه عمليات وو چې د بيولوژيکي تجربو په پلمه په چين او کوريا کې ترسره شول.

تاريخي اسناد او راپورونه ښيي چې امريکا په غيرمستقيم ډول د طاعون او ځينو نورو ناروغيو د خپرېدو مسووله وه.

ډېری له دغو کړنو د پټو پوځي تجربو په بڼه ترسره شوې وې، چې هدف يې د بيولوژيکي او کيمياوي وسلو اغېزې د انسانانو پر ټولنو او اقتصادي زيربناوو ارزول وو.

يو له وحشتناکو جنايتونو څخه امريکا په جنوبي کوريا او د چين په شمال ختيځو سيمو کې وکړ؛ هلته يې په پراخه کچه باکتريا، حشرات، بڼکې، د حيواناتو او کبانو دړې وړې پاتې شوني پر خلکو او د دوی پر کرنيزو ځمکو واورول.

دغه کار د طاعون، تور زخم او انسیفالیت د ناروغيو د خپرېدو او د خلکو د چټک او پراخ مرګ سبب شو.

د دغو جنايتونو اغېزې تر اوسه هم د ختيځې آسيا په هېوادونو کې د جنيټيکي ناروغيو لرونکو ماشومانو په زيږېدو کې دوام لري.

دا تجربې ځینې وخت ښکاره او ځینې وخت پټې ترسره کېدلې.

په دغو ازمايښتونو کې قصداً ناروغۍ په انساني ټولنو او د څارويو په منځ کې خپرېدې، څو د هغوی اغېزې پر چاپېريال او د ملتونو د دفاعي وړتياوو وڅېړل شي.

د ویتنام په جګړه کې د بيولوژيکي وسلو کارونه

د ویتنام جګړه (۱۹۵۵ – ۱۹۷۵) کې امريکا تورنه ده چې د بيولوژيکي او کيمياوي وسلو څخه يې د طبيعي منابعو د له منځه وړلو، د دښمن د ځواکونو د کمزوري کولو او د ملکي وګړو د ځپلو لپاره کار واخيست.

يو له مشهورو اقداماتو څخه د "نارنجي عامل" (Agent Orange) کيمياوي موادو کارول وو.

دا ماده چې ډایوکسین لرله، په پراخه توګه په جګړه‌ييزو سيمو کې وکارول شوه او پر انسانانو يې فاجعه‌بارې اغېزې وکړې، په ځانګړي ډول د راتلونکو نسلونو پر روغتيا.

که څه هم دا ماده په مستقيم ډول د لوږې او ناروغيو سبب نه شوه، خو د چاپېريال او روغتيا له اړخه يې پراخ تاوانونه راوړل.

 

پر روغتيا او چاپېريال اوږدمهاله اغېزې

د بيولوژيکي او کيمياوي وسلو کارول په ختيځې آسيا کې – په ځانګړي ډول په چين، کوريا او ویتنام – اوږدمهاله او ويجاړوونکي اغېزې لرلې.

ناروغۍ لکه طاعون، وبا، ملاريا او د تنفسي ناروغۍ په ځينو سيمو کې خپرې شوې او د ميليونونو انسانانو ژوند يې له خطر سره مخ کړ.

دغه ناروغۍ يوازې په هماغه وخت کې د خلکو ژوند نه ګواښه، بلکې راتلونکو نسلونو ته هم خطرناک ميراث پرېښود.

په ویتنام کې، تر جګړې وروسته هم ميليونونه وګړي د کيمياوي او بيولوژيکي موادو له زيانونو کړېدلي دي.

ډېر خلک د پوستکي، سرطاني ناروغيو او د مورزادي ستونزو ښکار شول.

همدارنګه، چاپېريال سخت زيانمن شو او ډېر طبيعي منابع لکه ځنګلونه او کرنيزې ځمکې له منځه ولاړې.

پایله

د امريکا جنايتونه په ختيځې آسيا کې – په ځانګړي ډول د بيولوژيکي او کيمياوي وسلو کارونه – د انسانانو پر روغتيا او د سيمې پر چاپېريال ژور او پراخ اغېز پرېښود.

 د طاعون او نورو وژونکو ناروغيو قصدي يا غيرمستقيم خپرېدل، په ځانګړي ډول د ویتنام په جګړه کې، دا ثابته کړه چې دغو وسلو يوازې فوري زيانونه نه درلودل، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره يې هم اوږدمهاله تاوانونه رامنځته کړل.

دغه پېښې بايد لاهم په نړيواله کچه جدي وڅېړل شي، څو د دغو جنايتونو پايلې روښانه شي او هغه هېوادونه چې د داسې غيرانساني کړنو مسوول دي، د لا زياتې حساب ورکونې او مسووليت منلو ته اړ شي.