ونزویلا د امریکا په وړاندې په مقاومت او چمتووالي ټینګار کوي
پارس ټوډې - د ونزویلا ولسمشر د امریکې د پوځي ګواښونو په وړاندې د خپل هیواد په چمتووالي ټینګار وکړ.
د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو وویل چې په ټول هیواد کې د "امریکایی یرغلګرو" له هر ډول ګواښ سره د مقابلې لپاره ولسي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.
مادورو د ونزویلا د بزګرانو د اتحادیې د بنسټ ایښودونکي کنفرانس په جریان کې، ټینګار وکړ: "مونږ د جمهوریت وسلې د وسله والو ځواکونو، خلکو او بولیویا ملیشو په واک کې ورکړې دي."
ولسمشر مادورو د ونزویلا دفاعي ستراتیژیو ته په اشارې سره، زیاته کړه: "دوه اساسي کرښې په بشپړه توګه پلي کیږي؛ لومړی، زموږ د ملت فعال او اوږدمهاله مقاومت او دوهم، په ټولو محاذونو کې نوښت او دوامداره برید."
مادورو دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون شنبه په خپل ټولنیز میډیا حساب، ټروت سوشل کې په یوه پیغام کې وینزویلا ته خبرداری ورکړ.