په امریکا کې د اسرائیل پر ضد وروستی اقدامات ترسره شوي
Oct 13, 2025 07:32 Asia/Kabul
پارس ټوډی - امریکايي سرچینو ویلي چې د امریکا تر ټولو لویه د ښوونکو اتحادیه له نقشې څخه "اسرائیل" لرې کړ او پر ځای یې "فلسطین" ځای پر ځای کړ.
د نیویارک پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړ چې د امریکا تر ټولو لویې د ښوونکو اتحادیې د خپلو ۳ میلیونه غړو لپاره یوه نقشه لېږلې چې په هغې کې د "اسرائیل" نوم لرې شوی او پر ځای یې "فلسطین" لیکل شوی دی.
د دې ورځپاڼې په وینا، دا نقشه د تېر کال د اکټوبر د ۷مې نېټې د برید ملاتړ کوونکي مطالبو ته لینکونه لري او د فلسطین د تحولاتو په اړه بېل روایت وړاندې کوي.
له بلې خوا، ځینو فلسطیني سرچینو ویلي چې دا اقدام په امریکا کې د صهیونیستي حلقو او د اسرائیل د پلویانو غوسه راپارولې ده.
ټیګونه