ګروسې: د ایران د اټومي پروګرام لپاره دیپلوماتيک حل ممکن دی 
https://parstoday.ir/ps/news/world-i166122-ګروسې_د_ایران_د_اټومي_پروګرام_لپاره_دیپلوماتيک_حل_ممکن_دی
پارس ټوډی - د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې مشر هيله څرګنده کړه چې د ایران د اټومي موضوع لپاره به په پای کې يو دپلوماتيک حل وموندل شي. 
(last modified 2025-10-19T21:55:12+00:00 )
Oct 20, 2025 02:22 Asia/Kabul
  • ګروسې: د ایران د اټومي پروګرام لپاره دیپلوماتيک حل ممکن دی 

پارس ټوډی - د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې مشر هيله څرګنده کړه چې د ایران د اټومي موضوع لپاره به په پای کې يو دپلوماتيک حل وموندل شي. 

د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې مشر «رافايل ګروسې» د امريکا ولسمشر «ډونلډ ټرمپ» د هغه څرګندونو په غبرګون کې چې امريکا د ایران سره د نويو خبرو اترو لپاره چمتو ده، دا څرګندونې هڅوونکې وبللې او ټينګار يې وکړ چې د تاوتريخوالي د مخنيوي يوازينۍ لار د خبرو اترو ميز ته بېرته راستنېدل دي. 

ګروسې وويل، ایران د بنديزونو په وړاندې بشپړ منفي غبرګون نه دی ښودلی او تهران لا هم دیپلوماسۍ ته ژمن دی او د اټومي وسلو د خپريدو مخنيوي تړون څخه نه دی وتلی. 

د لوېديځ د فشارونو سره سره، ایران ټينګار کوي چې د يوه پايښتي، تضمين شوي او له ناوړه استفادې پرته تړون په لټه کې دی او د دې موخې لپاره د خبرو اترو لپاره چمتو دی.