کوالالمپور کښې هم د ټرمپ خلاف پراخې مظاهرې وشوې
پارس ټوډې - په کوالالمپور کې له آسیان سرمشریزې سره په یو وخت، زرګونه ملایشیایی وګړي د فلسطین له بیرغونو او د ټرمپ ضد شعارونو سره سړکونو ته راووتل ترڅو د فلسطین په اړه د امریکا د ولسمشر او واشنګټن د پالیسیو په وړاندې خپل اعتراض څرګند کړي.
په کوالالمپور کې د آسیان سرمشریزې سره په ورته وخت کې، د ملایشیا د پلازمینې په سړکونو د فلسطین په ملاتړ او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شتون په خلاف پراخ لاریونونه ترسره شول.
د ملایشیا حکومت اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر ته بلنه د آسیان رسمي همکارۍ په چوکاټ کې شوې او د فلسطین په اړه د واشنګټن د پالیسیو د تایید په معنا نه ده.
سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې د ملایشیا حکومت په حساس درموقعیت کښې دی؛ له یوې خوا، عامه افکار د فلسطین د موضوع په کلکه ملاتړ کوي، او له بلې خوا، له امریکې سره اقتصادي او امنیتي اړیکې د دغه هیواد په بهرني سیاست کې مهمې ملاحظات دي. د سړکونو د مظاهرو د فشار او ډیپلوماټیکو اړتیاوو ترمنځ دې ستونزمن توازن د ملایشیا دریځ "مبهم او فرصت طلبه" ښودلی دی.
وروستیو لاریونونو او مظاهرو وښودله چې د فلسطین مسئله لاهم د ملایشیا په ټولنه کې ژوندۍ ده، او د دغه هیواد د حکومت او واشنګټن ترمنځ هر ډول اړیکه کولی شي د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شي.