ختیځې اسیا ته د ټرامپ د سفر موخې
-
ترمپ
پارس تودی-د آمریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ ختیځه اسیا ته د پنځه ورځني سفر لپاره ورغلی دی.
د امريکا ولسمشر، د یکشنبې په ورځ ختیځې آسیا ته ورغی، دا سفر د ټرمپ د ولسمشرۍ د دوهم پړاو لومړی سفر دی چي په ترڅ کې یې هغه ختیځې اسیا ته ورځې. په دې پنځه ورځنی سفر کې به ټرمپ مالیزیا، جاپان او جنوبي کوریا څخه کتنه وکړي او داسي تمې هم شته چي د یاد سفر په ترڅ کې ټرمپ د چین له ولسمشر شی جین پینګ سره هم کتنه وکړي، په داسې حال کې چې په وروستیو کلونو کې د نړۍ دوو لویو اقتصادونو یعني د چین او امریکا ترمنځ سوداګریزې تاوتريخوالي لوړې کچې رسېدلې دي.
آسیا ته د امريکا ولسمشر سفر یوازې یو دودیز دیپلماتیک سفر څخه زیات ورهاخوا دی، دا د امريکا او چین ترمنځ د ستراتیژیکو او اقتصادي سالیو نښه ده. دا سفر کولای شي د سوداګریزو تاوتريخوالو د مدیریت یا زیاتولو لپاره یو ټکی وي او د نړیوالو بازارونو او سیمهییزو سیاستونو لپاره به یې اثرات برخلیک ټاکونکي وي. د پانګوالو له نظره، په دې سفر کې پلان شوې لیدنې د تعرفوي سیاستونو او نړیوال تجارت کې د احتمالي بدلون نښې بلل کیږي او د سیمې مشرانو لپاره دا سفر د امنیت او اقتصادي همکارۍ او یا هم د ګواښ یو فرصت کېدایشي.
اسیا ته د ټرمپ د سفر له موخو یو دا دی چې د تعرفو جګړې څخه راپورته شوې تاوتريخوالي مدیریت او کم کړي؛ داسي یوه جګړه چې د ټرمپ په له خوا پیله شوې او نړیوال اقتصاد یې اغیزمنه کړې ده.
په دې سفر کې، ټرمپ لومړی مالیزیا ته تللی دی او د دې هېواد له لومړي وزیر انور ابراهیم سره د کتنې په څنګ کې د جنوب ختیځه اسیا هیوادونو په غونډه آسه آڼ کې هم ګډون کړی دی. هغه همداشان د کمبوډیا او تايلنډ ترمنځ د صلحې د هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې هم حضور لرل، سپینه ماڼۍ ادعا کوي چې ټرمپ رول په دې هوکړه کې خورا مهم دی، ترڅو له دې لارې په سیمه کې د امريکا د قوت او اغیزې پیغام ورسوي.
په جاپان کې، د امريکا ولسمشر به د جاپان له نوي لومړي وزیرې سانایه تاکایچي او امپراتور ناروهیتو سره وویني؛ داسي یو اقدام چې نه یوازې د واشنګټن او توکیو تر مینځ دودیزې ستراتیژیکې اړیکې پیاوړې کوي، بلکې ښیي چې امريکا په آسیا-اقیانوسیه سیمه کې د قدرت د انډولونو د متوازن ساتلو په لټه کې ده. بیا ټرمپ په جنوبي کوریا کې، به د APec د غونډې په ترڅ کې به د غړو هیوادونو له مشرانو سره ملاقات وکړي. په ورته وخت کې، د کوریا، جاپان او حتی چین سره د هوکړو د وروستي کولو خبرې روانې دي.
د ټرمپ او شی جین پینګ لیدنه، د دې سفر اصلي محور دی چې کولای شي د دوو هېوادونو اقتصادي اړیکو لاره وټاکي. ټرمپ د امريکا اقتصادي ګټو او د سوداګریزو انډولو په برابرېدو ټینګار کوي او په دې ډول بیجینګ ته څرګند پیغام ورکوي هغه دا چي: امريکا د هوکړې لپاره چمتو ده، خو یوازې که شرایط د واشنګټن په ګټه وي. دا لاره، که څه هم په لنډمهاله کې تاوتريخوالي زیاتوي، خو د اقتصادي لوبې د قواعدو بیا تعریف او د دوو هېوادونو ترمنځ جدي خبرو لپاره فرصټ برابروي.
په اوسنيو حالاتو کې، د امريکا او چین اړیکې له هر وخت نه زیات پیچلې شوې دې. د چین اقتصاد په زیاتې ودې سره، د امريکا لپاره جدي سیال دی او واشنګټن تل هڅه کوي چې له چین سره په سیالیو کې په آسیایي بازارونو کې خپل ځای پیاوړی کړي. د ټیکنالوژۍ محدودیتونه، په امريکایي بازار کې د چیني شرکتونو منع او د کلیدي صنایعو بایکاټونه دا دیپلماتیکه لیدنه ډېره حساسه کړې او اغیزې یې له اقتصادي مسایلو څخه ورهاخوا، سیمهییزو او نړیوالو سیاستونو پورې رسېږي.
د ټرمپ دا سفر له نړیوالو اقتصادي لوبغاړو سره د معاملې لپاره هم د امريکا د بهرني سیاست د بیا تمرکز نښه ده، د ټرمپ او جاپان او جنوبي کوریا مشرانو سره لیدنې د سیمهییزو اتحادونو پیاوړتیا او د چین د اثراتو د کنټرولولو لپاره د هلوځلو ښودنه کوي. په ورته وخت کې، هر یو ناسم اقدام یا پریکړې کولای شي په نړیوال تجارت کې نوي ګډوډي رامنځته کړي او سیمهییز ثبات له خطر سره مخ کړي.
په حقیقت کې، د دې سفر پایلې، که سوداګریز تړون وي یا هم د اقتصادي سیالیو دوام، کولای شي د نړیوال اقتصاد او د آسیا سیمهییز سیاست لاره د راتلونکو کلونو لپاره وټاکي. په حقیقت کې، دا سفر د نوې لوبې ډګر سمبول دی چې پکښې قوت، تجارت او دیپلماسي یوځای شوي دي.