آلمان: د اسرائیلو بریدونه پر لبنان د منلو وړ نه دي
پارس ټوډی - د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د بیروت د سفر موخو تشریح کړه او د اسرائیلو رژیم لخوا یې پر لبنان بریدونه د نه منلووړ بللي.
یوهان وادیفول د لبنان د ثبات او سیمې د ملاتړ لپاره د خپل سفر موخه اعلان کړه او ټینګار یې وکړ چې د اسرائیلو تجاوزات د منلو وړ نه دي او تل ابیب باید د لبنان حاکمیت ته درناوی وکړي.
د آلمان وزیر زیاته کړه چې برلین د سوریایي کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه د لبنان له دریځه ملاتړ کوي او د یونیفیل ځواکونو د ماموریت راتلونکي او د ماموریت د پای وروسته ممکنه پلانونو په اړه یې له لبناني اړخ سره بحث کړی دی.
د لبنان د بهرنیو چارو وزیر یوسف رجی د آلمان له چارواکو وغوښتل چې پر اسرائیلو رژیم فشار واچوي ترڅو بریدونه ودروي، له اشغال شوي لبناني خاورو ووځي او د اوربند ژمنو ته ژمن پاتې شي.