پوتین: د نورو هیوادونو اټومي ازموینو ته به متناسب ځواب ورکړو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i166818-پوتین_د_نورو_هیوادونو_اټومي_ازموینو_ته_به_متناسب_ځواب_ورکړو
پارس ټوډې- د روسیې ولسمشر، په غیر مستقیم ډول امریکې ته په اشارې سره، خبرداری ورکړ چې که نور هیوادونه اټومي ازموینې وکړي، مسکو به په متناسب ډول ځواب ورکړي.
(last modified 2025-11-05T23:27:45+00:00 )
Nov 06, 2025 03:56 Asia/Kabul
  • پوتین: د نورو هیوادونو اټومي ازموینو ته به متناسب ځواب ورکړو

پارس ټوډې- د روسیې ولسمشر، په غیر مستقیم ډول امریکې ته په اشارې سره، خبرداری ورکړ چې که نور هیوادونه اټومي ازموینې وکړي، مسکو به په متناسب ډول ځواب ورکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیګا ماښام په کریملین کې د امنیت شورا د دایمي غړو سره په یوه غونډه کې په غیر مستقیم ډول امریکې ته په اشارې سره وویل: که نور اټومي ازموینې وکړي، روسیه باید په متناسب ډول ځواب ورکړي.

پوتین ټینګار وکړ چې روسیې تل د اټومي ازموینو د بندیز جامع تړون ته غاړه ایښې ده او د دغه تړون پابندي یې کړې ده.

د ۲۰۲۵ کال په پیل کې د سټاکهولم د سولې انسټیټیوټ د احصایو له مخې، روسیه د ټولټال ۴،۳۰۹ وسلو سره په لومړي ځای کې او امریکا د ۳،۷۰۰ وسلو په لرلو سره د ایټمي وسلو د لرلو له نظره په دویم نمبر ده.

امریکا یوازینی هیواد دی چې د انسانیت پر وړاندې یې ایټم بم کارولی دی.