پوتین: د نورو هیوادونو اټومي ازموینو ته به متناسب ځواب ورکړو
پارس ټوډې- د روسیې ولسمشر، په غیر مستقیم ډول امریکې ته په اشارې سره، خبرداری ورکړ چې که نور هیوادونه اټومي ازموینې وکړي، مسکو به په متناسب ډول ځواب ورکړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیګا ماښام په کریملین کې د امنیت شورا د دایمي غړو سره په یوه غونډه کې په غیر مستقیم ډول امریکې ته په اشارې سره وویل: که نور اټومي ازموینې وکړي، روسیه باید په متناسب ډول ځواب ورکړي.
پوتین ټینګار وکړ چې روسیې تل د اټومي ازموینو د بندیز جامع تړون ته غاړه ایښې ده او د دغه تړون پابندي یې کړې ده.
د ۲۰۲۵ کال په پیل کې د سټاکهولم د سولې انسټیټیوټ د احصایو له مخې، روسیه د ټولټال ۴،۳۰۹ وسلو سره په لومړي ځای کې او امریکا د ۳،۷۰۰ وسلو په لرلو سره د ایټمي وسلو د لرلو له نظره په دویم نمبر ده.
امریکا یوازینی هیواد دی چې د انسانیت پر وړاندې یې ایټم بم کارولی دی.