بریکس؛ د نړیوال نظم بیا تعریفول، نه د هغه ګډوډول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i166858-بریکس_د_نړیوال_نظم_بیا_تعریفول_نه_د_هغه_ګډوډول
پارس تودي - د لوېدیځ د هژموني د کمزوري کېدو او د نړیوال نظام د بدلون په شرایطو کې، بریکس د نوو راپورته کېدونکو ځواکونو د ایتلاف په توګه، د موجوده نظم د نسکورولو په لټه کې نه دی، بلکې د څو اړخیزوالي، عدالت او نړیوال ثبات پر بنسټ د هغه د اصلاح او بیا تعریفولو په هڅه کې دی. 
(last modified 2025-11-06T09:05:05+00:00 )
Nov 06, 2025 13:34 Asia/Kabul
  • بریکس؛ د نړیوال نظم بیا تعریفول، نه د هغه ګډوډول

پارس تودي - د لوېدیځ د هژموني د کمزوري کېدو او د نړیوال نظام د بدلون په شرایطو کې، بریکس د نوو راپورته کېدونکو ځواکونو د ایتلاف په توګه، د موجوده نظم د نسکورولو په لټه کې نه دی، بلکې د څو اړخیزوالي، عدالت او نړیوال ثبات پر بنسټ د هغه د اصلاح او بیا تعریفولو په هڅه کې دی. 

د نړیوال نظام د جوړښت د بدلون او د لوېدیځ د هژموني د نفوذ د کمېدو په دوران کې، د بریکس ډله د نوو راپورته کېدونکو ځواکونو د یووالي نښه ګرځېدلې ده.

دا ډله چې د چین، روسيې، هند، برازیل، سویلي افریقا او ایران په څېر هېوادونو څخه جوړه ده، د یوه څو قطبي او لا ډېر دموکراتیک نظم د جوړولو په لټه کې ده؛ هغه نظم چې د برابری او متقابل احترام پر بنسټ ولاړ دی، نه د سلطې او انحصار پر اساس.

پارس ټوډی د ایرنا له قوله را پور ورکړی، چې بریکس د عامو برداشتونو برعکس، یوه "لوېدیځ ضد" جوړښت نه دی، بلکې موخه یې د اوسني نړیوال نظم اصلاح او بیا تنظیمول دي.

دا ډله په دې باور ده چې لوېدیځ پخپله د خپلو یو اړخیزو او متناقضو کړنو له امله د موجوده نظم لپاره تر ټولو لویه ګواښه ده.

د دې ځان ویجاړوونکو کړنو بېلګې د امریکا نوې تعرفې پالیسۍ دي چې د نړیوال سوداګریز سازمان له اصولو سره په ټکر کې دي، یا د لوېدیځ له خوا د صهیونیست رژیم بې قید و شرطه ملاتړ دی؛ هغه کړنې چې د امنیت شورا په څېر نړیوالو بنسټونو مشروعیت یې هم کمزوری کړی دی. 

په مقابل کې، بریکس د "نړیوالو قوانینو" او "د ملګرو ملتونو منشور" پر بنسټ د نړیوال نظم پر ساتنې ټینګار کوي.

د روسيې او چین مشرانو څو ځله ویلي چې راتلونکی نظم باید فراګیر، عادلانه او د څو غږونو پر بنسټ وي. 

دا ایتلاف د لوېدیځ د نوي استعماري الګو په ردولو سره، د "برابرې همکارۍ" او "د هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې" اصول د خپلې همکارۍ محور ګرځولی دی.

په اقتصادي برخه کې، بریکس د پرمختیا هغه الګو ته وده ورکوي چې سیاسي شرطونه نه لري؛ هغه الګو چې د بریکس د پرمختیا بانک په تاسیس سره هڅه کوي د هېوادونو مالي ملاتړ پرته له سیاسي الزاماتو ممکن کړي. 

په پایله کې، بریکس د نوو مالي او سوداګریزو نظامونو د وړاندیز له لارې، د سوئفټ په څېر د لوېدیځ پورې تړلو میکانیزمونو لپاره د بدیلونو د جوړولو په لټه کې دی ترڅو د نړیوال اقتصاد د سیاسي فشار د وسیلې په توګه د بدلېدو مخه ونیسي.

په دې توګه، دا ډله د نړیوال نظم د ویجاړولو په لټه کې نه ده، بلکې د هغه د عادلانه او پایښت لرونکي پرمختګ په لټه کې ده.