د لویدیځ جنایتونو ته کتنه | په نیوزیلینډ کې د برطانیې جنایتونه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i166990-د_لویدیځ_جنایتونو_ته_کتنه_په_نیوزیلینډ_کې_د_برطانیې_جنایتونه
پارس ټوډی – انګلستان  د نیوزیلینډ د استعماري دورې په جریان کې، هغه جنایتونه او جرمونه ترسره کړل چې اغیزې یې تر نن ورځې پورې په ماؤري ټولنې او د دغه هیواد په سیاسي جوړښت کې پاتې دي.
(last modified 2025-11-10T08:56:04+00:00 )
Nov 10, 2025 13:24 Asia/Kabul
  • د نیوزیلینډ د اصلي اوسیدونکو له سرونو د برطانوي استعمارګرو ټولګه چې د برطانوي یرغلګرو سره په جګړه کې وژل شوي وو.
    د نیوزیلینډ د اصلي اوسیدونکو له سرونو د برطانوي استعمارګرو ټولګه چې د برطانوي یرغلګرو سره په جګړه کې وژل شوي وو.

پارس ټوډی – انګلستان  د نیوزیلینډ د استعماري دورې په جریان کې، هغه جنایتونه او جرمونه ترسره کړل چې اغیزې یې تر نن ورځې پورې په ماؤري ټولنې او د دغه هیواد په سیاسي جوړښت کې پاتې دي.

د پارس ټوډې په وینا، په ۱۹ پیړۍ کې، لکه څنګه چې د برطانوي امپراتورۍ نفوذ په اوقیانسیې کې پراخ شو، نیوزیلینډ د برتانوي استعمارګرو په یو اصلي هدف بدل شو. د اروپایي کډوالو راتګ او په ۱۸۴۰ کې د برتانوي استازو او ځینو ماوري قبیلو ترمنځ د وایتانګي تړون لاسلیک کول د خونړیو شخړو او پراخو بې عدالتیو د دورې پیلامه وه. دا تړون د ماوريانو د حقونو د ساتنې لپاره ټاکل شوی و، خو په عمل کې د بشپړ برطانوي تسلط لپاره په یوې وسیلې بدل شو.

 

د ماؤري قبایلو خلاف استعمارپاله جنګونه:

د تړون له لاسلیک وروسته، د هغې د تفسیر په اړه شخړې پیل شوې. د اصلي اوسیدونکو د حقونو د ساتنې لپاره د لومړنیو ژمنو سره سره، برتانوي حکومت په چټکۍ سره هغه پالیسۍ پلي کړې چې د قبیلوي ځمکو د ضبط او د ماوري ټولنیز جوړښت د کمزوري کیدو لامل شوې. په ځواب کې، ماوري قبیلو مقاومت وکړ، او د دوی او برتانوي ځواکونو ترمنځ جګړې د "نیوزیلینډ جنګونه" په نوم مشهورې شوې. دا جګړې، چې له ۱۸۴۵ څخه تر ۱۸۷۲ کاله  پورې یې دوام وکړ، د سخت تاوتریخوالي سره مل وې، چې زرګونه اصلي اوسیدونکي په کښې مړه او ژوبل یا بې ځایه شول، او کلي او کرهڼیزې ځمکې یې وسوځولې. د دې شخړو په جریان کې، برتانوي پوځ د کلیو سوځولو او د خوراکي توکو د ویجاړولو په څیر تاکتیکونه کارول، او ډیری ماوري مشران بندیان یا اعدام شول. همدارنګه، د جګړو له پای ته رسیدو وروسته، د ماوري ځمکې لویې سیمې ضبط شوې او اروپایی مهاجرو ته ورکړې شوې چې د پراخې بې وزلۍ او د اصلي دودیز اقتصاد د ویجاړیدو لامل شوې.

 تاریخي احصایې د "نیوزیلینډ جګړو" په نوم جنګونو کښې د اصلي خلکو د نفوسو په پرتله د درنو تلفاتو ښودنه کوي.

شمالي جګړې (۱۸۴۵-۱۸۴۶)

ځای: د ټاپوګانو خلیج  (Bay of Islands)

لامل: له ویتانګي تړون وروسته د سیاسي او اقتصادي ځواک د کمښت په اړه د ماوريانو احتجاج

تلفات: د اوهایوای په جګړه کې شاوخوا ۹۴ برتانویان ووژل شول، شاوخوا ۲۸ ماوري ووژل شول

 

جنوبي جګړې (۱۸۴۷-۱۸۴۸)

ځای: د ویلینګټن سیمه

لامل: د قبیلوي ځمکې د ملکیت په اړه شخړه

تلفات: شاوخوا ۱۵ ماوري ووژل شول، شاوخوا ۱۱ برتانویان ووژل شول

 

تراناکي جګړې (۱۸۶۰-۱۸۶۱)

ځای: د شمالي ټاپو تاراناکي سیمه

لامل: د ځمکې د ضبط په وړاندې د قبیلوي مقاومت

تلفات: له ۲۰۰ څخه ډیر ماوري ووژل شول، شاوخوا ۱۰۰ برتانوي او اروپایی مهاجر ووژل شول

 

د وایکاتو جګړې (۱۸۶۳-۱۸۶۴)

ځای: د وایکاتو سیمه

لامل: د د ماوريانو د پاچاهۍ غورځنګ

تلفات: شاوخوا ۵۰۰ ماوريان ووژل شول، شاوخوا ۲۳۰ برتانوي او متحد ځواکونه ووژل شول

 

ختیځې جګړې (۱۸۶۵-۱۸۷۲)

ځای: ختیځ شمالي ټاپو

لامل: د ماوريانو مذهبي او سیاسي غورځنګونو لکه د پایمیریر غورځنګ ځپل

تلفات: له ۳۰۰ څخه ډیر ماوريان ووژل شول، شاوخوا ۱۰۰ دولتي ځواکونه ووژل شول

 

د تاریخي اټکلونو له مخې، د نیوزیلینډ د جګړو ټول تلفات په لاندې ډول دي: له ۲۰۰۰ څخه ډیر ماوريان ووژل شول او شاوخوا ۸۰۰ برتانوي او مهاجر ځواکونه ووژل شول. په دې ارقامو کې په جګړه کې مستقیم تلفات شامل دي خو د بې ځایه کیدو، ناروغۍ او قحطۍ څخه غیر مستقیم تلفات په کښې شامل نه دي.

 

د ځمکې ضبط او د اصلي اقتصاد ویجاړول:

په نیوزیلینډ کې د انګلستان یو له لویو جرمونو څخه د ماوريانو د ځمکې پراخه ضبط و. د استعماري قوانینو په تصویب سره، قبیلوي ځمکې د برتانوي حکومت ملکیت وګرځیدې او اروپایی میشتو خلکو ته ورکړل شوې.

دغه کار:

د ماوريانو دودیز اقتصاد یې ویجاړ کړ.

د اصلي اوسیدونکو په منځ کې یې پراخه بې وزلي او بې کوره کیدل رامینځته کړل.

د قبیلو ټولنیز جوړښت یې ویجاړ کړ.

 

د کلتور او هویت له منځه وړلو هڅه:

بریتانوي استعمار یوازې په نظامي او اقتصادي اړخونو پورې محدود نه و. پر پوځي او نظامي اړخونو سربیره، کلتوري استعمار هم په کلکه پلی شو. کلتوري پالیسۍ هم د برتانوي کلتور سره د ماوريانو د یوځای کولو په هدف پلي شوې:

 

په ښوونځیو کې د ماوري پرځای انګلیسي تدریس لازمي شو.

اصلي دودونه او دستورونه منع شول او یا یې سپکاوی وشه.

 

ماوري ماشومان له خپلو کورنیو څخه جلا شول او په برتانوي بورډینګ ښوونځیو کې زده کړې ته اړ کړې شول. د کاناډا د اصلي اوسیدونکو سره هم همداسې وشول.

دې کړنو د ماوري نسلونه له خپلو کلتوري ریښو څخه جلا کړل، چې د هویت بحران یې رامینځته کړ او ژور رواني او ټولنیز ټپونه یې پریښودل. نن ورځ، ډیری ماوريان لاهم د دې جنایتونو له پایلو سره مبارزه کوي او د تاریخي عدالت او جبران غوښتنه کوي.

 

قضايي بې عدالتي او بنسټیز تبعیض:

د استعمار په دوره کې، د نیوزیلینډ قضايي سیسټم په ژوره توګه تبعیض کوونکی و:

په محکمو کې د ماوري استازیتوب نه کیده.

د ځمکې او ملکیت قوانین د اروپایی میشته خلکو د ګټې لپاره ډیزاین شوي وو.

د اصلي خلکو د لاریونونو لپاره سختې سزاګانې وضع شوې.

دې بې عدالتیو په دولتي ادارو کې د ماوري باور له منځه یوړه او ژور ټولنیز ویش یې رامینځته کړ.

 

د استعمار رواني او ټولنیزې پایلې:

په نیوزیلینډ کې د برتانیې جرمونو اوږدمهاله پایلې درلودې:

په ماوري ټولنو کې د ځان وژنې او مخدره توکو د کچې زیاتوالی

د اصلي خلکو ترمنځ د زده کړې او روغتیا د کچې کمیدل

په وروستیو نسلونو کې د جلاوالي او هویت نشتوالي احساسات

دا پایلې لاهم د نیوزیلینډ په ټولنیزو احصایو کې لیدل کیږي او د استعمار ژور ټپونه منعکس کوي.