آلمان | ژمنۍ رژه؛ د نورنبرګ ښار کې د پسونو رمه
-
د نورنبرګ ښار د مرکزي بازار میدان کې د پسونو د رمې تېرېدل
پارس ټوډی – د نورنبرګ ښار اوسېدونکي اړ شول چې سړک د سلګونو پسونو لپاره خلاص کړي، ځکه چې دوی د ښار په منځ کې د ژمنيو واښو په لور روان وو.
د پسونو رژه د نورنبرګ په منځ کې
د «دِ لوکال» ویبپاڼې د دوشنبې په راپور کې لیکلي: د شپنو لپاره د پسونو د دوبي او ژمي واښو ترمنځ لېږد یو فصلي کار دی، خو په نورنبرګ کې دا رمه د ښار د مرکزي بازار میدان څخه تېرېږي، له همدې امله خلکو او انځورګرو په کوڅو کې صفونه جوړ کړل ترڅو د دې کلني محبوبې پیښې شاهدان شي.
شاوخوا ۶۰۰ پسونه د ژمي له راتلو مخکې د نورنبرګ ښار لوېدیځو واښو ته لېږدول کېږي.
دا رژه چې رېښې یې په سیمهییزو دودونو کې دي، د ښاروالۍ له خوا د شپوني میراث روښانه کولو او د پسونو د چاپېریال ساتنې په برخه کې د حیاتي رول د یادونې لپاره جوړه شوې ده.
پسونه لا هم په ډېرو الماني ښارونو او شاوخوا سیمو کې د «ژوندیو واښو پرېکوونکو ماشینونو» څخه په ګټې اخیستنې کارول کیږي.
دوی په برلین، پوتسډام، آګسبورګ، اولم او نورو الماني ښارونو کې هم څړیږي.
المان صهیونیستانو ته د وسلو پلور ته زرغون څراغ ورکړ
په نظامي برخه کې، د المان فدرالي حکومت د اسرائیلو د وسلو د صادراتو بیا کتنه کوي او هغه جزوي بندیز چې مخکې یې لګولی و، لرې کوي.
د دویچهوله د دوشنبې راپور له مخې، دا پرېکړه وروسته له دې شوې چې په غزه کې اوربند رامنځته شو.
صهیونیستي رژیم له دې اقدام هرکلی کړی دی.
ویل کېږي چې د راتلونکې اوونۍ څخه به صادرتي محدودیتونه لرې شي.
د یاد هېواد لومړي وزیر فریدریش مرتس په اګست کې د اسرائیلو لپاره د ځینو وسلو د صادرولو جواز موقتاً ځنډولی و.
د المان سترګې لا هم د روسیې انرژۍ ته دي
په انرژۍ برخه کې، اشپیګل ویبپاڼې د یکشنبې په راپور کې لیکلي: د ساکسون ایالت مشر مایکل کرچمر، د اوکراین له جګړې وروسته د روسیې ګاز بیا واردولو ملاتړ کوي او د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې یې د برلین د امنیت ضامن بللي دی.
کرچمر ټینګار کړی: «اروپا مناسب بیه انرژۍ ته اړتیا لري. روسیه باید په اوږده مهال کې بیا د اروپا سوداګریز شریک شي.»
دا سیاستوال چې د مسیحي دیموکرات ګوند غړی دی، مخکې هم د روسیې له انرژۍ واردولو ملاتړ کړی و.
په الماني نظامي بېړۍ کې ناولي میلمه
د بیلډ ورځپاڼې بل خبر: د «برلین» په نوم الماني نظامي بېړۍ چې ۲۴۰ نارینه او ښځینه سرتېري پکې وو، د ویلهلمزهاون بندر په لور روانه وه چې د یوې ساري ناروغۍ خپرېدو له امله یې په منځ اطلس سمندر کې د برمودا پلازمېنې همیلتون بندر کې بیړنی تم ځنډ وکړ.
د المان سمندري ځواکونو د عملیاتي دلایلو له امله د ناروغۍ نوم او د اغېزمنو کسانو شمېر نه دی څرګند کړی، خو ویل کېږي چې چېچک یا ګلښان او زکام (انفلونزا) په بېړۍ کې خپور شوی دی.
بېړۍ باید د کرسمس مخکې کور ته رسېدلې وای، خو اوس ټول شی د دې ناروغۍ د خپرېدو په بهیر پورې اړه لري.
په مونیخ کې د کرایې کور مصیبت
په ټولنیزه برخه کې، سوددویچه زایتونګ ورځپاڼې د دوشنبې په لیکنه کې ویلي: په مونیخ کې د کور بازار په تړل کېدوکې دی.
د نوو قراردادونو کرایې په چټکۍ سره لوړېږي او له پخوانیو قراردادونو سره یې واټن هر کال زیاتېږي. څوک چې کور پیدا کړي، نه یې پریږدي، ځکه بدلول یې لوی خطر دی. اړیکې او قسمت اوس د منځني عاید خاوندانو لپاره د کور لټون اصلي عوامل ګرځېدلي.
دا رسنۍ ټینګار کوي چې مونیخ په «آرامه ګډوډۍ» کې دی او د اوسېدونکو ټولنیز او جغرافیوي حرکت تقریباً درېدلی دی.