سردار شکارچي: د ایران توغندوي طاقت، دښمن حیران کړ
Nov 20, 2025 04:01 Asia/Kabul
د ایران د وسله والو ځواکونو د لوې درستیزولۍ د نرم جنګ او کلتوري مرستیال وویل: د ایران توغندوي قدرت دښمن هک حیرانه کړ.
سردار «ابوالفضل شکارچي» چې د ایران د وسله والو ځوکونو مشر ویاند هم دی، پرون مازیګر په یوه وینا کښې څرګنده کړه: په حقیقت کښې د ایران میزایل طاقت دښمن حیرانه کړ او دښمنانو د جنګ په دریمه ورځ خپله ماتې منلې وه.
هغه زیاته کړه: دښمن د ۱۲ ورځني تپلي جنګ په وروستیو کښې د سیمې له هیوادونو وغوښتل چې د اوربند لپاره مینځګړیتوب وکړي او خبیث ډونلډ ټرمپ د جنګ په وروستۍ ورځ دا خبره اعلان کړه.
ټیګونه