په جرمني کې کورنی تاوتریخوالی زیات شوی
پارس ټوډی ـ جرمني چارواکو اعلان کړی چې په دې هېواد کې کورنی تاوتریخوالی زیات شوی دی.
د جرمني د فدرالي جنایي پولیسو (BKA) شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې ۲۶۶ زره کسان د کورني تاوتریخوالي قرباني شوي چې دا یو نوی ریکارډ دی او د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۳.۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
چارواکو پرون (جمعه) وویل چې په ۲۰۲۴ کې کورنی تاوتریخوالی تر بل هر وخت لوړ شوی او پر ښځو او نجونو جنایتونه «په دوامداره توګه» مخ په زیاتیدو دي.
په دې کال کې ۲۸۶ کسان (۱۹۱ ښځې او ۹۵ نارینه) د کورني تاوتریخوالي له امله مړه شوي دي.
د را پورو له مخې؛ د مور او پلار، ماشومانو یا نورو د کورنۍ غړو ترمنځ تاوتریخوالی (چې ۷.۳ سلنه زیات شوی) حتی د میړه او ښځې ترمنځ تاوتریخوالي (۱.۹ سلنه) نه ډېر زیات شوی او په لومړي سر کې ۶ تر ۱۴ کلن ماشومان زیانمنوي.
دغه را پور وایي، هر کال په جرمني کې «نارینه او هلکان هم ډېر په نښه کېږي»، خو لوی قربانیان ښځې دي او شاوخوا ۷۰ سلنه ثبت شوي قربانیان ښځې دي.