روسیې له یوکرین سره نیغ په نیغه مذاکره دروغ وبلله
Dec 22, 2025 08:30 Asia/Kabul
روسیې له یوکرین سره نیغ په نیغه مذاکره دروغ وبلله
د روسیې د ولسمشر مرستیال «یوری اوشاکوف» په میامي کښې د کيف او ماسکو د استازو ترمینځ د نیغ په نیغه مذاکرې په هکله د یوکرین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د څرګندونو په ردولو سره وویل: دمګړۍ هیچا دغه نوښت نه دی جاجولی او تر څو چې زه خبر یم، دا ډول مذاکرات په ایجنډا کښې نشته.
دا په داسې حال کښې دي چې زلنسکي ویلي وو چې ټاکل شوې د روسیې او یوکرین نمایندګان د میامې د صلحې په مذاکراتو کښې نیغ په نیغه ملاقات او مذاکره وکړي.
د روسیې او یوکرین د استازو ترمینځ وروستۍ نیغ په نیغه خبرې اترې د روان کال په جولایۍ میاشت کښې په استنبول کښې وشوې چې د اسیرانو د تبادلې لامل شوې خو د نښتو په بندیدو کښې یې کوم خاص پرمختګ نه درلود.
ټیګونه