ټرمپ: د ګرین لینډ نیول د امریکې لپاره ضروري دي
پارس ټوډی – د امریکې ولسمشر په یولړ څرګندونو کښې په دې ادعا سره چې د ګرینلینډ ترلاسه کول د امریکې د ملي امنیت د ساتنې او دفاع لپاره ضروري دي، وویل: د ګرینلینډ نیول یا له صلحه ایزې لارې او یا د زور له لارې ممکن دی.

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په واشنګټن کښې په یوه غونډه کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې باید ګرین لینډ لاس ته راوړو، مدعي شو: که دا کار ونه کړو نو چین او روسیه به یې ونیسي او مونږ به دا اجازه ور نه کړو.
هغه زیاته کړه: مونږ هڅه کوو چې ګرینلینډ لاس ته راوړو ځکه چې نه غواړو چین او روسیه زمونږ ګاونډیان شي.
ټرمپ همداشان دې ټکي ته په اشار ې سره چې په ونزویلا باندې بله حمله نه کوي، وویل: دا فیصله به امریکا کوي چې کوم شرکتونه د ونزویلا په تیلو کښې فعالیت وکړي او د تیلو ګټه به د امریکې، ونزویلا او د تیلي شرکتونو جیب ته ځي.
هغه مدعي شو: د ونزویلا د حکومت په غږملتیا مو د تیلو هغه کشتۍ نیولې ده چې زمونږ له اجازې پرته له دغه هیواده وتلې وه.