اوه فرانسوی داعشیان زندانی شول
Jul 07, 2016 06:40 Asia/Kabul
په فرانسه کښې اوه کسان له داعش ترهګرې ډلې سره د تړاو په وجه په بند محکوم شول.
فرانسې خبری آژانس خبر ورکړی چې په پلازمینه پاریس کښې یوې محکمې دغه اوه کسان له داعش تکفیری ډلې سره د اړیکې لرلو او سوریې ته د تګ په وجه له شپږو نه تر نهه کاله بند باندې محکوم کړل.
محکوم شویو کسانو ټینګار کړی چې د مذهبی انګیزو په وجه سوریې ته نه دی تللی بلکې په دغه هیواد کښې له داعش دلې سره د ملګرتیا موخه یې د دمشق له حکومت سره مبارزه وه.
خبر زیاتوی چې یاد کسان په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کښې په داعش ډله کښې شامل شوی وو.