پوځي شناندی: په هرمز تنګي کښې د ایران لاس بر دی
پارس ټوډی- د پوځي چارو یو شناندي په هرمز تنګي کښې د ایران د وسلو توانمنۍ ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې په دغې سیمې کښې له ایران سره د مقابلې لپاره د امریکې قدرت ډیر محدود دی.
پارس ټوډی د مهر له قوله لیکلي چې د پوځي چارو کارپوه دیمیتري کورنُف وویل: په هرمز تنګي کښې د ایراني ځواکونو کره شمیر او ترکیب معلوم نه دی. په عین حال کښې ایران د کشتیو ضد متحد ساحلي توغندوي سیسټمونه لري چې تقریباً د ټول تنګي د کوَر کولو توان لري.
هغه زیاته کړه: ایران همداشان په ګایډډ خولیو سره بالسټک توغندي لري چې له ۱۵۰ نه تر ۳۰۰ کیلومیټرو پورې اهدافو د ویجاړولو توان لري. د دغه هیواد جاسوسي ډرونز هم د دغو توغندیو لپاره، د هدف ویشتنې معلومات چمتو کوي.
د پوځي چارو دغه شناندي وویل: پر دې سربیره، ایران ممکنه ده په الیکټرو آپټیکي او فوري ارتباطاتي سیسیټم سنبار د شاهد انتحاري ډرون وکاروي. د دغو ټولو وسلو ترڅنګ ایران په هرمز تنګي کښې د ماینونو د لګولو انتخاب هم په لاس کښې لري چې له امله یې دغه اوبلاره په بشبړه توګه بندولی شي.
هغه ټینګار وکړ: لرې ښکاري چې امریکا د ایران سواحلو ته نزدې د خپلو جنګي بیړیو د راوستلو رسک واخلي، ځکه چې دغه ځایونه د توغندویو او دفاعي ډرونز په رینج کښې دي. په دې وجه، له ایران سره د مقابلې لپاره د امریکې توانمني به ډیره محدوده وي.